لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پېنټاګان: هند د افغانستان د هوابازۍ له ادارې سره مرستو ته تیار شوی


د امریکا دفاع وزارت وايي هند په افغانستان کې له دوی سره ستر کومک کوي او د افغانستان د بیاودانۍ لپاره یې د نور مالي کومک ژمنې هم کړي.

د زیارت-پنجشنبې په ورځ د پېنټاګان ویاندې مېرمن ډانا وایټ وویل "د سیمې د ارامۍ لپاره هند ډېر مهم حیثیت لري او د افغانستان د الوتکو او هیلي کاپټرو مرمت ته یې هم غاړه ايښې ده".

د ٢٠١٧م کال په اګست میاشت کې د امریکا ټرمپ انتظامیې د افغانستان لپاره د نوې تګلارې د اعلان په وخت له هنده په افغانستان کې د بیا ودانۍ او اقتصاد په برخه کې د نورو مرستو غوښتنه کړې وه.

هند وايي تر اوسه یې په افغانستان کې د بیاودانۍ له یو شمېر پروژو پرته له دوی سره تر یو ارب ډالرو زیاته مالي مرسته کړې ده.

امریکا وايي په سیمه کې ارامي د پاکستان په ګټه ده او له پاکستان سره موقع ده چې په دې لړ کې خپل رول ولوبوي.

د امریکا د دفاع وزارت ویانده مېرمن ډانا وایټ وايي، د سوېلي اېشیا لپاره د امریکا د نوې تګلارې مقصد په سیمه کې ارامي راوستل دي او امریکا د دې مقصد لپاره له ټولو غړو هېوادونو سره هر وخت خبرو ته چمتو ده.

د مېرمن وایټ په وینا "د ترهګرۍ ماتې د ټولو ډلو په ګټه ده".

د امریکا ټرمپ انتظامیه فکر کوي چې پاکستان په سیمه د امن او ارامۍ راوستلو لپاره په هغه کچه رول نه دی لوبولی، چې له امریکا او ایتلافیانو سره یې ژمنې کړي او پر سر یې تر اوسه ایتلافي مالي کومک تر لاسه کاوه.

پر پاکستان باندې له حقاني ترهګرې شبکې سره د مرستو تورونه هم لګېږي، چې امریکا یې په افغانستان کې د خپلو پوځونو لپاره ستر ګواښ ګڼي.

د سوېلي اېشیا پوهان په دې نظر دي، چې پاکستان د وسلوالو ډلو په وسیله په افغانستان کې د هند مخه نیول غواړي، خو پاکستان پر ځان د ترهګرو د مرستو دا تورونه هر ځل رد کړي او په افغانستان کې د هند پر څرګند رول نیوکې کوي.

  • 16x9 Image

    محمد عالمگیر

    محمد عالمګیر د ۲۰۰۶ راهسی وایس آف امېریکا سره د ملټي ميډیا خبریال،او د پروګرام واشنګټن ټو خېبر او بي بي شیرینه پروډوسر دی او د روانو چارو پروګرام هیلو وي او اې او سندرو پروګرام ټاپ ټین کوربه پاتی شوی. وي او اې محمد عالمګیر له په خپل کار ګولډ میډل جایزه هم ورکړی او هغه د ترهګرې،افغانستان، پاکستان او امریکا پشمول یو شمیر موضوعاتو باندی ملټي میډیا رپورټونه تياروي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG