لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د عامر خان فلم "سیکرېټ سپرسټار" ولې په هند کښې ناکامه خو چین کې مشهور شوی؟


د عامر خان "سیکریټ سپرسټار" فلم د یوې ځوانې انجلۍ کیسه ده کومه چې د یوې مشهورې سندر غاړې د جوړېدو خوبونه ویني خو پلار یې پرې رضا نه دی
د عامر خان "سیکریټ سپرسټار" فلم د یوې ځوانې انجلۍ کیسه ده کومه چې د یوې مشهورې سندر غاړې د جوړېدو خوبونه ویني خو پلار یې پرې رضا نه دی

د عامر خان "سیکریټ سپرسټار" فلم د یوې ځوانې انجلۍ کیسه ده کومه چې د یوې مشهورې سندر غاړې د جوړېدو خوبونه ویني خو پلار یې پرې رضا نه دی.

د فلم کیسه د هندوستان "ودو دره" سیمه کښې په یوې انجلۍ انسیا (زائره وسیم) باندې جوړه شوې ده.

انسیا(زائره وسیم) له خپل گیټار سره مینه لري او د یوې مشهورې سندرغاړې د جوړېدو خوبونه ویني او غواړي چې نړۍ د هغې غږ واوري او د هغې د استعداد ستاینه وکړي.

خو د هغې د دې خوبونو د رښتیا کېدو په لار کښې خنډ د هغې معتبره خوي او زوړ سوچ لرونکې پلار(راج ارجن) دی.

راج ارجن په دې کیسه کښې د یو داسي پلار رول لوبوي کوم چې ډیر سخت دریځه او نه پوهیدونکی پلار دی.

هغه د انسیا مور(مهر وِج) سره وهل ټکول کوي او د خپلې لور په خوښه ناخوښه نه پوهیږي.

انسیا(زائره وسیم) د خپل پلار(راج ارجن) نه په پټه گیټار غږوي خو چې پلار نه وي نو مور(مهر وِج) ورسره رضا وي.

انسیا د خپلو خوبونو رښتیا کولو په تکل کښې ځان ته د سیکرېټ سوپرسټار په نوم یوټیوب چینل پرانیستی.

دا فلم ښیي چې څنگه دا نجلۍ خپل خوبونه رښتیا کوي خو ځان هم د خپل پلار د ویرې د خلکو له نظر څخه پټ ساتي.

د فلم کیسه ښیي چې په انټرنېټ د مشهورېدو ترڅنگ انسیا ته د هغې د کورنۍ ارزښت هم احساسیږي، او انسیا د دې ترمنځ په دې هم پوهه شي چې خوبونه لیدل او دې پسې تکل کې د نورو خلکو مرسته هم ډیر ارزښت لري.

د فلم کیسه وايي چې په ممبی ښار کښې یو موسیقار چې له خپلې ناکامه موسیقۍ سره مخ دی په انسیا(زائره وسیم) کښې د کامیابۍ موقع وویني.

شکتي کمار(عامر خان) هم د اوریدونکو هاغه نظر ښکار شوی کوم کې چې تماشبین د اوریدو پرځای د خلکو په خبرو ډیر یقین کوي.

شکتي کمار(عامرخان) د انسیا( زائره وسیم) استاذ جوړ شي او ورته هاغه لارې وه ښایي په کومو چې انسیا کامیابي موندلې شي.

په هندي فلمي بازار کښې سیکرېټ سپرسټار چې په ١٩ اکټوبر کال ٢٠١٧ کښې نندارې ته وړاندې شوی وو تر اوسه خالي ٦٣ کروړه هندي روپیو کاروبار یې کړی خو په نړیوال فلمي سینماگانو خصوصاً په چین کښې چېرې چې دا فلم د نندارې لپاره کال ٢٠١٨ جنورۍ میاشت په ١٩ نېټه خپور شوی تر اوسه د ١٠٢ میلیونه ډالره چې ترې نه ٦٦۴.٦٠ کروړه هندي روپۍ جوړیږي، کاروبار کړی.

د چین په سینما د عامر خان دهنگل فلم ٢٢٨ میلیونه ډالره کاروبار کړی وو چې لا تراوسه یو ریکارډ دی.

XS
SM
MD
LG