په هند کې پولیسو د نهې/ سه شنبې په ورځ ویلي دوی د تېرې اوونۍ په اخر کې د هېواد په ختیځ جهارکنډ ریاست کې د دوو هسپانوي ټریول یا سفري بلاګرانو باندې حملې او ډله ییز جنسي تیری په تور اته کسان نیولي دي.
پولیسو ویلي چې دوی ته دغه د دوه بلاګران - چې میړه او ښځه دي - د جمعې په ورځ ناوخته د ریاست په ډمکا ولسوالۍ چېرته چې دغه جوړې کیمپنګ کولو وموندل.
پولیسو زیاته کړه چې د دواړو نه داسې ښکاریده چې برید ورباندې شوی دی. او کله چې دوی سیمه ییز هسپتال ته یوړل شول نو ښځې ډاکټر ته وویل چې جنسي تیری ورباندې شوې دی.
د پولیسو مشر سپرنټنډنټ پتامبر سنگ خېراور خبریالانو ته وویل چې پولیسو له دغه کسانو څخه اعترافي بیانونه اخیستي او په دوی په رسمی ډول د جرم تورونه تیاروي.
دغه جوړه په سوشل مېډیا پاڼه انسټاګرام باندې د خپل سفر حل ورکوي او د دوو لکو نه زیات فالورز یا تعقیبوونکي لري.
د خالي/سه شنبې په ورځ دغه جوړې - ښځې او ميړه – یوه ویډیو خپره کړه او په دغه ويډیو کې د هغه واقعې تفصیل یې ورکړو. دوی وویل چې د چاقو په زور ورسره زیاتی شوی دی. خو د هغې وروسته دغه ویډیو لېرې کړل شوه.
دغه پېښې یو ځل بیا په هند کې د لوړې کچې جنسي تشدد ته پام اړولی دی.
د هند د نېشنل کرایم ریکارډ بیورو ( د جرمونو د ریکارډ کولو ادارې) رپورټ ترمخه په 2022م کال کې د جنسي تیري 31,516 پېښې یا کیسونه ثبت شوي وو. چې په اوسط ډول هره ورځ 86 پېښې جوړیږي.
کارپوهان وایي چې ریښتیني شمیرې د دغه شمیرو څخه ډېرې زیاتې دي، خو د جرم سره تړلې بدنامۍ او همدارنګه په پولیسو د باور د نېشتوالي له وجې نه رپورټ کېږي.
په 2012م کال کې په نوي ډيلي کې په یوه بس کې د یوې 23 کلنې زده کوونکې سره د ډله ییز جنسي تیري او د وژنې پېښې دغه مسلې ته ملک کې دننه او بهر یې د ډېرو توجو ځان ته راواړوله.
د دغه پیښې وروسته په ټول هېواد کې احتجاجونه وشول او د جنسي تیري پرضد نوي قوانین او سختې سزاګانې جوړې شوې.
یادونه: د دې خبر ځینې معلومات د ای پي، رویټرز، او ای اېف پي نه اخیستل شوي
Forum