لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په انډونېشیا کې پولیس وايي د مذهبي ډلې د مشر شپږ پلویان پولیس په ډزو وژلي


ای پي وايي سعودي عرب ته د شهاب ته تګ نه وړاندې پولیس په هغه په انټرڼېت د لوڅو خبرو او د ریاستي مفکورې د توهین الزامات لګولي وو

په انډونېشیان کې پولیس ویلي هغه شپږ کسان یې په ډزو وژلي چې د اسلامک ډېفېڼډرز فرنټ (الجبهة الدفاعية الإسلامية) ‎نومې تنظیم مشر او شعله بیان مقرر رزق شهاب پلویان وو او په پولیس یې د خپل موټر نه ډزې کړې وې.

د اېسوسي اېټېډ پرېس خبري ادارې ترخه رزق شهاب تېره میاشت په سعودي عرب کې د درې کلنې جلاوطنۍ نه پس ستون شوی او حکومت د هغه خلاف د جرمونو الزامات ختم کړي دي.

د شپږو کسانو د وژل کېدو په اړه د جکارته پولیس مشر محمد فضل عمران وویل پولیس د يو موټر پسې روان وو چې پکې د رزق شهاب ۱۰ پلویان سواره وو، دوی په پولیس ډزې وکړې او پولیس افسرانو ته په خپلو تورو دړکې ورکولې.

عمران خبري غونډې ته وویل د خطر په ځواب کې پولیس ګامونه واخیستل او په لسو کې شپږ کسان یې وویشتل.

خو د اسلامک ډېفنډرز فرنټ یو مشر احمد صابري لوبېس د پېښې بل اړخ وړاندې کړو. هغه وویل شهاب سره د خپلې کورنۍ یو ځای ته د خطبې دپاره روان و چې د هغه په محافظینو ډزې وشوې.

لوبېس په یو بیان کې وویل خطبې ته په لاره د شهاب د موټرو کاروان نا معلومه کسانو ودرولو او غوښتل یې چې شهاب ته نقصان ورسوي.

د جکارته پولیس مشر وویل ټاکل شوي وه چې د ګل، دوشنبې، په ورځ به شهاب د لور په واده کې د کرونا وایرس د مخنیوي دپاره پرځای کړی شویو قواعدو د مبینه خلاف ورزۍ په اړه د پولیس پوښتنو ته ځواب وايي او دا چې پولیس ته اطلاع ورکړی شوي وه چې شهاب په دې موقع د پولیس په مرکزي دفتر غونډېدو دپاره خپل پلویان متحرک کړي دي.

ای پي وايي د ګل، دوشنبې، تر ماښامه پورې شهاب د پولیس پوښتنو دپاره نه وو حاضر شوی. دا دویم ځل دی چې په دې لړ کې هغه د پولیس امر نظر انداز کړی دی.

ای پي وايي د نومبر په ۱۰ نېټه انډونېشیا ته د جلاوطنۍ نه په ستنېډو په لسوګونو زرګونو خلکو د شهاب هرکلی وکړو. هغه په کال ۲۰۱۷ کې عمرې په غرض سعودي عرب ته تللی و. سعودي عرب ته د شهاب ته تګ نه وړاندې پولیس په هغه په انټرڼېت د لوڅو خبرو او د ریاستي مفکورې د توهین الزامات لګولي وو. خو د کمزورو ثبوتونو په بنیاد دواړه کېسونه تېر کال ختم کړی شول.

ای پي وايي رازق شهاب په داسې حال کې وطن ته ستون شوی چې د هغه ګوند په سیاسي توګه مظبوط شوی دی.

د رپورټ ترمخه یو وخت داسې وو چې اسلامک ډېفنډرز فرنټ، الجبهة الدفاعية الإسلامية‎، یو ګمنامه تنظیم و چې د شپې په وخت د تفریح په مرکزونو به یې حملې کولې، په انډونېشیا کې مغربې سفارتخانې به یې په کاڼو ویشتلې او د نورو مذهبي ډلو سره به یې نښتې کېدلې. ډله په انډونېشیا کې د شریعت د نفاذ غوښتنه کوي.

Recommended

XS
SM
MD
LG