لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاک افغان اړېکې په رېښتوني عملی ګامونو ښې کیدی شي: وحیدالله مومند


د پاکستان بلوچستان ایالت سر ښار کوټه کې د افغانستان قونصل ګرۍ مشر وحیدالله مومند وي او ای ډیوه ته په یوه ځانګړې مرکه کې ویلي د دواړه ګاونډي هیوادونو تر مېنځه بې باورۍ ختمولو لپاره پکار ده د ترهګرۍ پر ضد رېښتونې مبارزه وشي.

ښاغلي وحیدالله نن د چمن ښار د سفر په وخت د ښار د تاجرانو سره د لیدو کتو په مهال باور ورکړی د افغانستان حکومتي چارواکي به د پاکستاني تاجرانو د ستونزو نه خبروي او هڅه به کوي چې دغه ستونزې کمې کړی شي.

په کوټه کې د افغانستان قونصل جنرل د اسلام اباد او کابل تر مېنځه سیاسي تاو تریخوالي په تجارت اثراتو په اړه ویلي: ٫٫ د دواړه هیوادونو ترمېنځه کیدونکی تجارت باېد د سیاسته لرې وساتل شي. ٬٬

د چمن سرحدي ښار په یوه ورځني سفر کې ښاغلي وحیدالله د پاک افغان ګډ تجارت سازمان یا (پاک افغان چېمبر اف کامرس) او د چمن ښار د ځايي تاجرانو د سازمان غړو سره د لیدو په مهال ویلي د دواړه هیوادونو تر مېنځه تجارت کې اسانتیاوې سېوا کولو لپاره به د افغان چارواکو سره ډیر زر نورې خبرې وکړي.

د وحیدالله مومند تفصیلي مرکه په لاندینۍ ویډیو کې وګورئ.

په کوټه کې د افغانستان کونسل جنرل وحیدالله مومند مرکه
please wait

No media source currently available

0:00 0:05:53 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG