لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ایران د سیستان بلوچستان ایالت ځانمرگي برید په سر د پاکستان سفیر ته تهران کې رسمي احتجاج کړېدی


محمد عالمگير

ایران د سیستان بلوچستان ایالت ځانمرگي برید په سر د پاکستان سفیر ته تهران کې رسمي احتجاج کړېدې

په دغې پېښه کښې ٢٧ د انقلابي دستې ځوانان وژل شوي وو.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند بهرام غسیمي د یکشنبې/اتوار په ورځ ویلي چې ایران د پاکستان سفیرې رفعت مسعود ته واضحه کړې چې تهران د اسلام اباد او د دوی د پوځ څخه غواړي چې د جېش العدل او د پاکستان په خاوره د دوی د اډو پرضد کوټلي گامونه پورته کول غواړي.

ښاغلې غسیمي زیاته کړه د بهرنیو چارو وزارت د پاکستان څخه دا هم غوښتلي چې د تیرې شورو یا چهار شنبې ورځې برید ذمه وار تنان دې په گوته او گرفتاره کړي. د ویاند ترمخه دغه برید کې د انقلابي دستو دیارلس عسکر ژوبل شوي هم وو.

میرمن رفعت مسعود تیر اگست کې د پاکستان لخوا د ایران لپاره لومړۍ ښځینه سفیره ټاکلې شوې وه.

د ایران لخوا دا وروستې سفارتي احتجاج داسې وخت کې شوی چې د ایران د پارلیمان سپیکر علي لاریجاني په خپل یو تازه بیان کې پاکستان د پیښې ذمه وار گرځولې و.

هغه ویل "د پاکستان حکومت باید د دې عمل حساب ورکړي ځکه چې کومه ډله په دې کار ککړه ده هغه د دوی د خاورې څخه خپل فعالیتونه کوي. او پاکستان دې مد کې د غېر ذمه وارۍ نه کار نشي اخستې، ځکه چې داسې چلند به د دواړه گاونډیانو د همکارۍ لپاره زیان مند ثابت شي"

د اتوار یا ېکشنبې په ورځ هرمزگان ولایت کې یوې غونډې ته وینا کې د ایران صدر خپل دا خبردارې بیا تکرار کړو چې ایران به د دې برید انتقام اخلي. هغو په خپله وینا کې د پاکستان نوم اخستلو پرته ویل د ایران د گاونډي هیواد په "غلطو پالیسو" خفگان لري.

د خالي یا شنبې په ورځ د ایران د بهرنیو چارو مرستیال وزیر سید عباس عراقچي د هند خارجه وزیرې سوشما سواراج سره لیدو کاتو وکړل او د سیستان بلوچستان پیښې او هم دغه ډول د هند ولقه کې کشمیر پېښې کومه کې چې ۴٢ پورې هندي نیم پوځي ځواکونه وژل شوې وو، پر سر یې ورسره خبرې وکړې.

جیش العدل او جېش محمد دواړه ډلې چې په سیستان او کشمیر کې د شوې بریدونو پړه یې منلې پاکستان کې شتون لري.

ایران د پاکستان سره نږدې ١٠٠٠ کلومیټره اوږده پوله لري، او په وروستي کلونو کې یې په پوله د جیش العدل او نور ترهگر ډلو لخوا بریدونه او فعالیتونو کې تندي راغلې ده.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG