ایراني مطبوعاتو د خالي/ شنبې په ورځ رپورټ ورکړی چې د ایران انقلابي دستې کمانډر ویلي که امریکا او اتحادیانو یې په غزه کې ٬٬جرمونو٬٬ ته دوام ورکړو نو ایران د بحیره روم سمندري لاره بندولی شي، خو دا یې نه ده په ډاګه کړې چې دا کار به څنګه کوي.
د اسرایل پرضد روانه جګړه کې ایران د حماس وسله والې ډلې ملاتړ کوي او په امریکا یې په غزه کې د اسرایلي جرمونو د ملاتړ تور لګولی. په غزه کې د څو اونیو راهسې د اسرایل په بمبارۍ کې په زرګونو خلک وژل شوي او د غزه د ابادۍ لویه برخه په خپلو کورونو پرېښودو مجبوره شوي.
د ایران تسنیم خبري ادارې د ایران انقلابي دستې کمانډر برېګېډېر جنرال محمد رضا نقدي د خلې ویلي ٬٬ دوي دې ډېر زر په بحېره روم، جبرالټر هرمز او نورو سمندري لارو تړل کیدو په تمه اووسي.٬٬
په یمن کې ایران پلوه هوثي یاغیانو د اسرایل لخوا په غزه د بریدونو په ځواب کې په تیرو څو میاشتو کې په بحیره احمر کې په ګڼو تجارتي سمندري جهازونه بریدونه کړي، چې له سببه یې ځینو بار وړونکو شرکتونو خپله لاره بدله کړې.
واېټ هاوس د جمعې په ورځ ویلي چې په سور سمندر د تجارتي بار وړونکو سمندري کشتیو پرضد دغه بریدونو کې ایران ٬٬ ژور ښکېل دی٬٬. ایران نېغ په نیغه بحیره احمر ته لاس رسی نه لري، او دا هم نه ده په ډاګه چې د ایران انقلابي دستې د دغې سمندري لارې د تړلو کوښښ کولی شي او که نه. خو رضا نقدي ٬٬ د مقاومت د نوو قوتونو او د اوبو د لارو د تړل کیدو٬٬ خبره کړې.
خبري ادارو د نقدي د خلې ویلي ٬٬ تېره ورځ خلیج فارس او هرمز تنګی د دوي لپاره یو ویرونکی خوب ګرځیدلی وو او نن دوي په سور سمندر کې نښتي دي.٬٬
د لبنان حزب الله ډله او د شام ځینې اتحادي ډلې د جبرالټر نه تر سمندره او په بحیره روم کې ایران پلوه یواځینۍ ډلې دي.
د دې خبر ځیني برخې د راېټرز خبري ادارې نه اخستل شوي.
Forum