لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

داعش او سخت دريځي


په شام ، عراق او نړۍ کې وسله وال گوند داعش جوړه کړې خونریزي او ددې په ځواب کې د نړۍ د شتمنو طاقتونو لخوا روان عملیات: ‏ په دې موضوعاتو تاسو د هرې نهې یا سه شنبې په ورځ د ډیوه ریډیو اونیزه خپرونه داعش او سخت دریځي اورئ – کوربه یې رحمان بونیری دی-

ددې اونۍ په خپرونه کې به وارئ:

د شام په اليپو کې جنگیدونکې د داعش تر څنگ نورې وسله واله ډلې او هلته د ډز بندۍ په ځاېی ساتلو نړيواله هڅې-

د شام د روانې ستونزې په حقله د دوه طاقتورو هېوادونوامريکه او روس بیل بیل نظریات او سفارتي اړیکې -

په بغداد کې د پارلیمان تر دالانه د رسیدلو قهر ژنو مظارهره چیانو اهداف او غوښتنې-

په اسلامي هېوادونو کې د روان کړکېچ اصل زمه وار څوک، غرب که خپله دغه هېوادونه؟-

او په افغانستان کې د داعش وجود د څومره ویرو وړ دی؟

په لانديني لينک دا خپرونه اوریدلی شئ

please wait

No media source currently available

0:00 0:54:32 0:00
Direct link

ددې اونۍ په خپرونه کې څیړنکاران وو په واشنگټن کې د پوليټکټ څېړنیزه ادارې ښاغلی عارف انصار، د وي او ای د اشنا پښتو څانگې مشر ښاغلی ابرهيم ناصر او د ډیوه ریډیو څیړنکار ښاغلی پير زبیر شاه

د ډیوه همکارانو مختار خليل، شعيب زاده، محمد اکرام او وکيل خان هم دا اونۍ په خپرونه کې برخه اخستې-

ددې اونۍ دخپرونې پروډیوسره نایله خليل ده

XS
SM
MD
LG