لاس رسیدونکی لینک

 
افغان حکومت له امریکا پر داعش او طالبانو د نورو بریدونو غوښتنه کړې
تازه خبر

افغان حکومت له امریکا پر داعش او طالبانو د نورو بریدونو غوښتنه کړې


افغان حکومت د امریکا هوايي ځواک له لوري د هیواد په شمال کې له چین او تاجکستان سره پر پوله د جوز جان په سیمه کې د طالبانو او داعش په هدف کولو د هوایي بریدونو هرکلی وکړ او د نورو بریدونو غوښتنه یې هم کړې ده.

د جوزجان سیمه ییزو چارواکو ویلي، په دې هوايي بمبارۍ کې د داعش ډلې ۲۵ وسلوال وژل شوي. په بمبارۍ کې د نوموړې ډلې د ګومارنې، روزنې مرکزونه او یو زندان هم له منځه وړل شوي دي.

د جوزجان د والي ویاند رضا غفوري ډیوه ته ویلي چې د دې ولایت د نورو ولسوالیو په پرتله په دېزاب او خوشتپه ولسوالیو کې د داعش او طالبانو ډلې ډېر فعالیتونه لري او ډېر ژر به په دغو ولسوالیو کې ځمکني او هوايي عملیات پیل کړي.

د طالبانو پر مرکزونو باندې تازه هوایي بریدونه له هغې وروسته پیل شول، چې د طالبانو ډلې په دې وروستیو کې په ټولنیزو رسنیو کې یو شمېر تصویرونه خپاره کړل او په هغوی کې لیدل کېدل چې د دې ډلې وسلوال په واورینو سیمو کې په ژمنيو تمرینونو بوخت وو.

په افغانستان کې امریکايي ځواکونو له چین او تاجکستان سره پر پوله د طالبانو او داعش پر پټنځایونو باندې هوایي بریدونه زیات کړي دي.

په افغانستان کې د ناټو ځواکونو عمومي قوماندان جنرل جان نیکلسن ویلي، چې طالبان نور د هېواد په هیڅ یوه برخه کې د پټېدو ځای نه لري:

"هیڅ یوه ترهګره ډله به پناهځای ونه لري چې دوی له ځایه په ګټې اخیستو افغانستان ته زیان ور ورسوي".

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

Recommended

XS
SM
MD
LG