د امریکې صدر جوباییډن د نهې - سه شنبې په ورځ خبرداری ورکړی دی چې اسرایل په غزې د خپلو "ړندو بمباریو" له امله نړیوال ملاتړ بایلي.
صدر باییډن د اسرایل په اړه دا سختې څرګندونې په داسې حال کې کړي چې هم پرون د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ کې د اسرایل اؤ حماس ترمنځ جګړه کې د بشري اوربند په اړه قرارداد په دروند اکثریت سره منظور شوی دی.
د سه شنبې په ورځ د 2024 په ټاکنو کې د خپل انتخابي کمپین لپاره د پیسو راټولولو د یوې دستورې په مهال صدر باییډن ویلي د اسرایل د امنیت انحصار یا تکیه په امریکا کیدای شي خو دا مهال هغوي(اسرایل) ته د اروپایي اتحادیې،اروپا اؤ زیاتره نړۍ ملاتړ ترلاسه دی.
د صدر باییډن وینا وه ، هغوي د خپلو ړندو بمباریو له امله اوس ددې ملاتړ نه په محرومیدو راغلي دي.
هغه وویل ، داسې ګڼي چې د اسرایل وزیراعظم نیتن یاهو په دې خبره پوهیږي خو د اسرایل د جنګي کابېنې په اړه په ډاډه نه دی.
اسرایلي ځواکونه په ټوله غزه کې د ډله ییزې سزا په توګه بریدونه کوي، فلسطینیان د هغوي په کورونو کې وژني اؤ پوځ په داسې عملیاتو ټینګار کوي چې د اسرایل ددفاع د وزیر له مخې ترڅو اوونیو یا میاشتو دوام موندلی شي.
صدر باییډن خپل دا خبرداری یو وارې بیا تازه کړو چې اسرایل ته له حده د وتلي هغه غبرګون ښکاره کولو تېروتنه نه ده پکار چې امریکې د ناین الیون د ترهګریزو بریدونو نه وروسته کړې وه.
د 2024م کال د انتخابي کمپین لپاره د پیسو راټولولو دا دستوره د یهودي چنده ورکوونکو د یوې اجتماع برخه وه.
صدر باییډن په اووم اکتوبر د حماس د حملې نه راپدیخوا د اسرایل په فیصلو اؤ اقداماتو دا تر ټولو سخت دریځ نیولی دی.
په ورته وخت کې ټاکل شوې ده د ملي امنیت په اړه د صدر باییډن سلاکار جیک سلیوان په دې اوونۍ کې د اسرایل په سفر ځي ترڅو د یوې سترې جګړې د ختمولو لپاره د وخت په ټاکنه نیغ په نیغه مشورې وکړي
د صدر باییډن وینا وه "اسرایل ته به سخته فیصله کول وي، بنیامین نیتن یاهو ته به سخته فیصله کولو وي، په دې کې شک نه شته د حماس په قابو کې ساتلو ته اړتیا ده ، دې لړ کې هیڅ پوښتنه نه شته"
خو هغه وویل زما پر اند د اسرایل مشر( نیتن یاهو ) ته د خپل حکومت بدلولو ضرورت دی ،اسرایل کې دهغه حکومت ده ته ډیر خنډان راولاړي.
د باییډن په دې څرګندنو اسرایلي پوځ اؤ حماس دواړو غبرګون ښکاره کړی دی.
د اسرایلي پوځ ویاند ډینیل هګاري ویلي ، موږ پوهیږو چې د حماس د پیاوړو مرکزونو خلاف عملیاتو کې عام وګړي باید څنګه د ترهګرۍ د اهدافو نه په غوره طریقه په ډډه وساتل شي.
کله چې په بیروت کې د حماس له یوه جګپوړي چارواکي څخه د بایډن د څرګندونو په اړه وپوښتل شول، هغه وویل چې د فلسطینیانو مقاومت او استقامت باییډن ته قناعت ورکړی چې د اسرایل پوځي اقدام یو جنونی عمل دی.
د حماس د سیاسي څانګې غړي اسامه همدان یو مطبوعاتي کانفرنس ته وویل "د جګړې اغېزې به د ټول اسرایل لپاره اؤ د هغو ټاکنو لپاره بحراني وي چې پکې صدر باییډن په سپینه ماڼۍ کې له خپلې څوکۍ محرومیدلی شي"
( ددې رپورټ مواد د ای پي نه اخستل شوي دي)
Forum