اسرايل د اتوار/ يکشنبې په ورځ د فلسطيني رياست "په يو اړخيزه توګه منلو" دپاره د خپل مهم اتحادي هيواد امریکې په ګډون نړيوالې غوښتنې رد کړي او ويلي يې دي، دغه ډول تړون يواځې د خبرو د لارې کېدی شي.
د اسرايل وزیراعظم بين يامين نېتن ياهو د دغه پرېکړې اعلاميه خپلې کابينې ته وړاندې کړې او په متفقه توګه منظوره کړل شوې ده.
په بيان کې ويل شوي، "اسرايل د فلسطين سره په مستقله توګه يا دايمي تړون نړيوال حکمونه په کلکه ردوي".
د دوه رياستي حل، په لويديځه غاړه کې د ازاد فلسطيني رياست او غزه کې اسرايل لوري ته، خبرې د کال 2014م راهسې د ځنډ ښکار دي.
د اسرايل او حماس جګړه چې اوس یې پينځمه میاشت ده، امریکې او نورو هيوادونو د فلسطيني رياست جوړېدو غوښتنه بيا تازه کړې ده چې دغه جګړه ختمه شي.
د امریکې صدر جوبايډن په منځني ختيځ کې د پراخه تړون په خبره ټينګا کړی چې پکې د اسرايل سره د سعودي عرب او نورو عرب هيوادونو د سفارتي اړيکو معمول ته راوستل هم شامل دي.
خو اسرايل په بيان کې د فلسطين رياست رد کړي او ويلي يې دي د اووم اکتوبر په اسرايل د حماس د حملې وروسته دغه ډول تسليمول به "ترهګرۍ ته انعام ورکول او په راتلونکې کې د دې مخنيول کول وي".
نېتن ياهو عزم څرګند کړی چې د حماس د وسله والو سره به جګړه تر هغې روانه وي چې څو پورې یې کاميابي نه وي ترلاسه کړي.
امريکا د نوې جنګ بندۍ او د 100 يرغماليانو د راخوشي په خبرو کې تراوسه نه ده کاميابه شوې.
نېتن ياهو ويلي، د حماس غوښتنې ممکن نه دي چې اسرايل د غزې نه خپل پوځونه اوباسي او وسله وال دې د خپلو وسلو بيا جوړولو ته پرېږدي.
په ملګرو ملتونو کې د امریکې سفيرې لينډا تومس ګرينفيلډ ويلي، امریکا به د الجيريا لخوا د ملګرو ملتونو په امنیتي شورا کې راتلونکې پلان کې ووټ ورکړي.
هغې ويلي، امریکا د غزې د شخړې تل پاتې حل غواړي، او په غزه کې لږ تر لږه د شپږو اوونيو ارامۍ کې به "مونږ ته وخت ترلاسه شي او مونږ به وکړی شو چې د تل پاتې امن دپاره ګامونه پورته کړو".
هغې ويلي امريکا په دغه پلان کار کوي چې د اسرايل سره د مصر، قطر او نورو په مرسته ټول يرغمل شوي بیرته د خپلو کورنيو سره يو ځای کړي، په جګړه کې اوږده دمه راولي، اجازه ورکړي چې نور د ژوند ژغورنې خوراک، اوبه، تېل، درمل، او نور اړين توکي ضرورتمندو فلسطينيانو ته ورسي.
د رپوټونو ترمخه د اتوار په ورځ د اسرایل بريدونو کې نور 18 کسان وژل شوي، د مصر پورې ته نزدې د غزه په جنوب کې په رفح کې په يو بريد کې يوه ښځه او پينځه ماشومان او په خان يونس کې په بل برید کې پينځه سړي وژل شوي دي.
د ملګرو ملتونو د صحت پروګرام ویلي، په خان يونس کې د نصر روغتون نور فعاله نه دی پاتې.
حماس چې په اووم اکتوبر په اسرایل بريد کړی، 1200 کسان یې وژلي، او 240 يې يرغمل کړي، له دغې وروسته پېل شوې جګړه کې د حماس د کنټرول لاندې د صحت وزارت ویلي، د اسرایل په ځوابي عملياتو کې نزدې 29,000 فلسطينيان وژل شوي چې زياتره یې ښځې او ماشومان دي او خواوشا 69,000 نور ژوبل شوي دي.
( د دې خبر معلومات د اې پي، رویټرز او اې اېف پي څخه اخستل شوي)
Forum