د اسرایل پوځ ویلي په لبنان کې د یوې ډرون الوتکې راغورځولو په ځواب کې یې جنګي الوتکو په شرقي لبنان کې د حزب الله ډلې مرکزونه په نخښه کړي. د ایران ملاتړې حزب الله ډله په دغه سیمه کې قوي فعالیتونه لري.
د حزب الله دلې یو نژدې سرچینې بیا د ای اېف پي خبري ادارې یو کارکونکي ته ویلي، دغه بریدونه د اسرایل د پولې نه ۵۰ میله لرې د بیکا سیمې جنتا او السفاري علاقې په نخښه شوي.
د اسرایل پوځ په ټیلیګرام ویلي ٫٫ جنګي الوتکو یې د حزب الله دلې یو پوځي کمپاونډ، او د ترهګرو درې نورې اډانې او یو هوايي دفاعي نظام تباه کړی.٬٬ په بیان کې ویل شوي دغه برید ٫٫ د یو برید په ځواب کې شوی٬٬ چې پکې د پوځ ډرون (بې پاېلټه) جهاز د خالي/ شنبې په ورځ په میزایل ویشتل شوی وو.
د لبنان د عامه نظام یوې سرچینې ویلي په دغه برید کې کومه مرګ ژوبله نه ده اوښتې.
د اکتوبر په ۷مه نېټه په اسرایل د حماس وسله والو د برید وروسته په غزه کې د اسرایل او حماس تر منځه جګړې راپه دیخوا د اسرایل او حزب الله ډلې تر منځه هره ورځ په پوله ډزې کیږي.
د حماس ملګرې حزب الله ډله د پولې سره نژدې په اسرایلي احدافو بریدونه کوی، او اسرایل بیا د لبنان دننه حملې کوي، او د شیعه مسلمانانو وسله والو ډلو کمانډران په نخښه کوي.
د خالي/ شنبې په ورځ حزب الله دلې اعلان کړی وو چې دوي د لبنان دننه یو اسرایلي درون الوتکه راغورځولې. یادې ډلې بیا د اتوار/ یکشنبې په ورځ ویلي چې دوي په بیکا د دښمن د برید په ځواب کې په اسرایلي مرکزونو ٫٫ په درځنو راکټونه٬٬ ویشتلي.
د بیکا دغه وادي د شام د پولې سره نژدې یوه غریځه سیمه ده چرته چې اسرایل د فرورۍ په میاشت کې هم وروسته د هغې بریدونه کړي وو، کله چې حزب الله دلې دعوه کړې وه چې دوي د اسرایل یو ډرون الوتکه ویشتلې.
د حزب الله دلې مشر حسن نصرالله د جمعې په ورځ په ټیلي ویژن خپله وینا کې ویلي چې دوي لا تر اوسه خپله ٫٫ مهمه٬٬ وسله نه ده کارولې او ژمنه یې تکرار کړې چې په غزه کې د جګړې ودریدو وروسته به خپل بریدونه ودروي.
د اسرایل او لبنان په پوله دغه نښتو کې د لبنان دننه لږ تر لږه ۳۵۹ کسان وژل شوي چې زیاتره یې د حزب الله جنګیالي دي. د ای اېف پي خبري ادارې د شمېرو تر مخه په وژل شوو کې ۷۰ عام خلک هم دي.
د دغه نښتو د لاسه په جنوبي لبنان او شمالي اسرایل کې په لسګونو زره خلک بې کوره شوي، اسرایل بیا ویلي چې په نښتو کې ۱۰ اسرایلي عسکر او اته عام اسرایلیان وژل شوي.
دې تازه نښتو د کال ۲۰۰۶م په شان د اسرایل او حزب الله تر منخه د یوې بلې جګړې اندېښنې لا نورې زیاتې کړي.
د دې خبر معلومات د ای اېف پي خبري ادارې نه اخستل شوي.
Forum