راېټرز خبري اداره وايي د اسرایل ځانګړي ځواکونو ( کمانډوز) د خالي/ شنبې په ورځ د غزه په خان یونس سیمه کې د هغه اسرایلي مړی موندلی چې د حماس وسله والو لخوا تښتول شوی وو. دغه اسرایلي تن درې میاشتې وړاندې په یوه ویډیو کې د ځان ازادولو خواست کړی وو، او دغه ویډیو د اسلامک جهاد نومې ډلې لخوا خپره شوې وه.
۴۷ کلن العاد کتسیر چې یو کروندګر وو د اکتوبر په ۷مه نېټه د حماس وسله والو لخوا تښتول شوي ۲۶۰ اسرایلیانو کې وو چې د اسرایل کیبوتز نه وړل شوي وو. د اکتوبر ۷مې نېټې دغه بریدو وروسته بیا د غزه په پټۍ د اسرایل لخوا روان عملیات پېل شوي دي.
د اسرایل د پوځ لخوا خپور شوي یو بیان کې ویل شوي چې کتسیر د اسلامک جهاد ډلې لخوا وژل شوی، پوځ دغه دعوه د استخاباراتي معلوماتو په اساس کړې خو نور تفصیل یې نه دی خپور کړی. خو د اسلامک جهاد ډلې لخوا په دغې اړه په ټیلیګرام چینل څه نه دي ویل شوي.
د وژل شوي اسرایلي پلار اوراهم د اکتوبر په ۷مه نېټه د حماس په بریدکې وژل شوي ۱۲۰۰ اسرایلیانو کې شامل وو. او د هغې مور هانا د ډلې لخوا تښتول شوو کې شامله وه. خو د نومبر په میاشت کې د اسرایل او حماس تر منځه ډزبندۍ کې خوشي کړل شوې وه.
د قطر او مصر مرکچیان د ډیرو ورځو راهسې هڅې کوي چې د ډزبندۍ یوه بله معاهده وشي او پاتې ۱۳۰ اسرایلي یرغمالیان راخوشي کړل شي. حماس غواړي چې په لوظنامه کې د جګړې خاتمه وي. د غزه د صحت وزارت تر مخه تر اوسه په دغه جګړه کې د ۳۳۰۰۰ نه زیات فلسطینیان وژل شوي. اسرایل بیا وايي چې د حماس ډلې د منځه وړلو پورې به جګړه روانه وي.
د جنورۍ میاشتې په ۸ نیټه د اسلامک جهاد نومې ډلې لخوا په انټرنېټ خپره شوې یوه ویډیو کې ایلاد کازیر ویلي وو، ٫٫ ځه څو ځلې د مرګ نه بچ شوی یمه، دا یوه معجزه ده چې ځه تر اوسه ژوندی یمه. ځه غواړم خپلې کورنۍ ته اوایمه چې ځه دوي سره ډیره مینه لرم او دوي ډیر یادومه.٬٬
د بېلا بېلو سرچینو د معلوماتو په اساس اسرایل د ۳۵ یرغمالیانو د مرګ اعلان کړی. فلسطینۍ ډلې بیا وايي په دغه یرغمل شوو کې ځیني د اسرایل په هوايي بمبارۍ کې وژل شوي. د اسرایل پوځ بیا په دغه دعوه کې د ځینو د پخلي تر څنګ وايي، ځیني نور یرغمالیان چې مړي یې موندل شوي، پرې د تشدد نښې موندل شوي.
Forum