لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د خېبرپښتونخوا په کلیو کې د غویانو د منډې روایتي مقابلې


مبارک شاه د صوابۍ نه په منډه کې د شرکت دپاره خپله قلبه راوستې وه، وویل د غویانو د منډې مقابله به یې پلار نیکه کوله او دغه روایت جاري ساتلو دپاره پکې برخه اخلي
مبارک شاه د صوابۍ نه په منډه کې د شرکت دپاره خپله قلبه راوستې وه، وویل د غویانو د منډې مقابله به یې پلار نیکه کوله او دغه روایت جاري ساتلو دپاره پکې برخه اخلي

د خېبر پښتونخوا په ځینو سيمو کښي هر کال د غويانو د منډو مقابلې کېږي چې نه یوازې د کلي وال ژوند مهمه برخه وي بلکې د پښتنو د روايي ژوند عکاسي هم کوي.

د غویانو د منډې مقابلې د پخوا راهسې کیږی او د مقابلو شوقيان او عام اولس ورته خپل کارونه پرېږدي او ځانونه ميدان ته رسوي.

په دغو مقابلو کې زميدار د خپلو قلبو د طاقت او د چُستۍ ښودنه کوي.

د غویانو د منډو یوه مقابله د تېر زیارت، پنجشنبې، په ورځ د چارسدې په حيمد ميان ډهيرۍ کښي وشوه. په دغه مقابله کې د خېبرپښتونخوا د نوښار، صوابۍ، تورډهير او د جلبۍ نه د قلبو مالکانو برخه واخیسته. په دغه مقابله کې ٢٠ غویانو برخه واخیسته.

ميدان ته د راوتلو نه وړاندې قلبو ته ډولونه وهل کېدل.

د حېمد میاکلي په مقابله کې د يوې قلبې مالک شوکت علي د دغه رنگ مېلې اصل مقصد د پښتنو د زړو رواياتو د ژوندي ساتلو کوښښ دی او د نن سبا په دور کې اولس ته د تفريح موقع هم برابروي.

شوکت علي وايي د منډې دپاره قلبه تیارول شوقیه کار دی، څه مالي گټه نه لري بلکې مالکې پرې د جېبه پېسې مصرفوي.

مبارک شاه د صوابۍ نه په منډه کې د شرکت دپاره خپله قلبه راوستې وه، وویل د غویانو د منډې مقابله به یې پلار نیکه کوله او دغه روایت جاري ساتلو دپاره پکې برخه اخلي.

دغه سپيند روبي وویل چې د کلتور هره لوبه د قام اساس وي خو د پښتنو پخواني روايات په تندۍ په ختميدو دي او که چېرې حکومت د کلتور د ژوندي ساتلو دپاره ګامونه پورته کړي نو دا به نوي کل ته ژوندي پاتې شي.

Recommended

XS
SM
MD
LG