لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

افغانستان سره تجارت ښه کولو دپاره د خېبرپښتونخوا حکومت تورخم سره اقتصادي مرکز جوړوي



د خیبر پښتونخوا د اکنامک زونز ډیولپمنټ اینډ مینجمنټ کمپنۍ یا د اقتصادي مرکزونو د ترقۍ او د انتظام د ادارې مشرانجينير جاويد اقبال خټک وي او ای ډیوه ته وویل چې په خېبر کې اقتصادي مرکز په 508 اېکړ ځمکه جوړېږي او کار سېکشن فوریا څلورم پړاو ته رسېدلی دی
د خیبر پښتونخوا د اکنامک زونز ډیولپمنټ اینډ مینجمنټ کمپنۍ یا د اقتصادي مرکزونو د ترقۍ او د انتظام د ادارې مشرانجينير جاويد اقبال خټک وي او ای ډیوه ته وویل چې په خېبر کې اقتصادي مرکز په 508 اېکړ ځمکه جوړېږي او کار سېکشن فوریا څلورم پړاو ته رسېدلی دی

په خېبر پښتونخوا کې حکومتي چارواکي وايي چې د ګاونډي افغانستان سره تجارت ښه کولو دپاره حکومت د پاک افغان تورخم پولې سره صنعتي مرکز يا اکنامک زون جوړوي۔ چارواکي وايي دې سره به نه يوازې د دواړو هېوادونو تجارانو ته او په تجارت کې اسانۍ پېدا شي بلکې د ځايي خلکو دپاره به د روز ګار موقعې هم پېدا کړي.
افغان تاجران د دې ګام ستائنه کوي او وايي چې دې سره به دوه اړخيزه تجارت ډېره وده وکړي او سوداګر به د مالي زيان څخه وژغورل شي۔

د خیبر پښتونخوا د اکنامک زونز ډیولپمنټ اینډ مینجمنټ کمپنۍ یا د اقتصادي مرکزونو د ترقۍ او د انتظام د ادارې مشرانجينير جاويد اقبال خټک وي او ای ډیوه ته وویل چې په خېبر کې اقتصادي مرکز په 508 اېکړ ځمکه جوړېږي او کار سېکشن فوریا څلورم پړاو ته رسېدلی دی.

هغه وویل "مونږه غواړو چې د پاکستان او افغانستان کوم کاروباري خلک دي د هغوی په اشتراک سره دا سرمايه کاري مخکې بوځو، په هغې کې يو مثبت اقدام چې دی هغه دا دې چې کله بارډر د مختلفو علتونو له وجې بند شي نو کله چې سبزيانې يا فروټ لېږل کېږي هغه خرابېګي نو مونږه په هغې کې کولډ سټوريجز او ټرېکنک ټرمنيلز د پاره ځانګړې ځای ټاکلی دی."

په کال 2023 کې د بېلا بېلو علتونو له وجې د تورخم لاره څلور وارې د ګاډو او پياده خلکو تګ راتګ د پاره تړل شوې وه چې د تاجرانو په وېنا تر ټولو زيات نقصان يې د سبزو او شنيو مېوو کاروبار کوونکو ته رسېدلې و۔

په خېبر پښتونخوا کې د څېړنې وفاقي ادارې پي سي ايس ايي ار چارواکي وايي په خېبر ضلع کې د صنعتي مرکز په مرسته به ياده اداره کولې شي چې نوې ټېکنالوجي افغان تاجرانو ته ورکړي چې هغوی ترې په زرعي صنعت کې ګټه پورته کړي.

په پېښور کې د پي سي ايس ايې آر مشرجهانګير شاه وویل په اقتصادي مرکز کې به تاجرانو ته نوي ټېکنالوجي ورکړی کېږي." کومه نوې ټېکنالوجي مونږه جوړه کړې ده هغه ټېکنالوجي به مونږه په دې اکنامک زون کې خلکو ته ښيو چې تاسو دا واخلې او خپله انډسټري پرې جوړه کړې او دې سره به زمونږه خلکو او افغانانو ته روزګار هم مېلاو شي."

چارواکي وايي چې دا صنعتي مرکز د خېبر پاس اکنامک کاريډور يا کېکپ منصوبې برخه ده۔ د پاکستان تېر وفاقي حکومت د نړيوال بېنک سره د کېکپ پروجېکټ د فنانسنګ په لړ کې څه د باندې 400 ميلين ډالرو معاهده لاس ليک کړې وه۔

افغان سوداګر تورخم سره نږدې د پاکستان اقتصادي مرکز ګټه ور ګام بلي او وايي د تجارتي هلوځلو سېوا کولو په موخه افغان طالبان هم پخپل هېواد چټکتيا ګامونه اخلي.

د پاکستان او افغانستان د تجارت مشترکه تنظیم صلاحکار ډاکټر مخلص احمد وویل " زمونږه حکومت په دې نزدې وخت کې د افغانستان لوري ته د تورخم ساحه ډېر عصري او ډېر په اساسي شکل سره جوړه وي، کومه ځمکه چې د کسټم او ګمرکاتو ده په هغې کار کېږي او د تجارانو د پاره حکومت پلان لري چې لوی لوی سردخانې او نور چې زېربېناوې چې دي هغه د تجارت او افغان سوداګرو د سهولت د پاره مهيا کوي."

اقتصاد پوهان وايي تېر کال د سپتمبر مياشتې پورې د پاکستان او افغانستان دوه اړخيزه تجارت یو اشاریه اته بېلین دالر ته رسېدلې و چې پکې برامدات ( صادرات) 968 ميلين او د افغانستان څخه درامدات (واردات) 893 مېلین ډالر وو.

  • 16x9 Image

    عبد الرزاق

    عبدالرزاق له وي او اې ډیوه سره په پېښور کې د خبریال په توګه د ملټي مېډیا په برخه کې کار کوي. هغه د خیبرپښتونخوا او افغانستان د سیاسي، ټولنیزو، اقتصادي، تعلیمي او روغتیايي موضوعاتو په اړه رپوټونه جوړوي. ​عبدالرزاق له هزاره پوهنتونه په جرنلزم کې ماسټر ډګري اخیستې او له خیبرنیوز سره په پېښور کې د خبریال په توګه کار کړی. هغه ډان او ایکسپریس ټریبیون انګرېزي ورځپاڼو او نورو ویبپاڼو ته هم لیکنې کوي.

Forum

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG