لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

هر کار په بسم الله


په خېبر پښتونخواه کښې ښې اړخه واکمن اېتلافي گوندونو تحریک انصاف او جماعت اسلامي غواړي ( هر کار په بسم الله شورو کول) او (په ډاگه واړه بول(متیازې) نه کول) په رنگ نورې (اخلاقي ) خبرې د سکولونو د تعلیمي نصاب برخه جوړه کړي.

د صوبائي حکومت په وړانديزونو ( اخلاقي تعلیم سپارښتنو) کښې (په تېز اواز موسیقی اوریدو نه پرهیز) او د عام اولس په نظر راتلونکې (دیوالونو، غسلخانو او دروازو باندې لیکنه نه کول) شامل دي.

د خیبر پښتونخواه چیف سیکرټري محمد اعظم خان د تعلیم محکمې ته دا منصوبه په یوه میاشت کښې د عملي کولو امر کړې. دا د صوبې زده کونکو نه غواړي چې ( هسپتالونو، سکولونو او جماعتونو کښې د غیر ضروري خبرو اترو نه ډډه اوکی). دغه شان ( په سکولونو او د اولس ځایونو لکه بېنک یا ډاکخانې ته قطار جوړولو) وړاندېز کوي.

د وړانديزونو ترمخه راروان تعلیمي کال شورو کیدو وړاندې د صوبی د حکومتي سکولونو نصاب کښې دا اخلاقي سپارښتنې شاملولې شي. تر ١٩ پورې تجویز شوې دا (اخلاقي سپارښتنې) زیاتره هاغه دي کوم چې وړاندې څخه یا خو د نصاب په یو یا بل شکل برخه دي یا په عام ژوند کښې د مور پلار یا د ټولنې لخواه ماشوم ته په گوته کیږي لکه( د غریب او محتاج کسانو امداد) یا ( د استاذانو احترام).

د سرکاري سکولونو په نوې نصاب کښې به ماشومانو ته (د سړک په غاړه په غلطه طریقه گاډی نه اودرول) او د سفر په وخت د گاډي د ډرائیور نه( د ټریفک د اشارو تعمیل او د موبائیل فون استعمال ونه کړي) دغه سپارښتنې پیاده کسانو ته وایي چې د سړک په ځائې د فټ پات استعمال کوی او دې نه علاوه تیز گاډی چلولو نه دې ډډه کوی.

دا واضحه نه ده چې دا (اخلاقي سپارښتنې) به په کوم شکل یا طریقه ماشومانو ته په سکولونو کښې ښودل کیږي خو د صوبائي حکومت لخواه په دې اړه جاري امر وايي، د سگریټ څښکلو نه ډډه کول، د ماشومانو، زناناؤ، او مشرانو احترام، لاسونو وینځلو عادت خپلول، چاپسې خبرې نه کول، غلا نه کول او د نورو د مال حفاظت کولو پشان موضات به راروان کال نه د سرکاري سکولونو د نصاب برخه وي.

چیف سکرټري ښاغلې اعظم خان وایي یادې سپارښتنې په اسلام مذهب او د پاکستان سماجي اقدارو باندې اډاڼه لري. نوموړې وایي دا تعلیمات به د نوې کول راتلونکې روخانه کړي او ټولنه کښې به د زغم ځایې پیدا کړي خو دا یي نه دي ویلې چې په سرکاري سکولونو کښې د نور مذهبونو طالب علمان لکه عسیایي او هندو مذهب گډون سکهانو طالبعلمانو سره څه کوي؟

د خېبر پښتونخواه په اوسني حکومت وړاندې څخه دا نیوکې کیږي چې تعلیمي نصاب کښې یي د زغم په ځایې ځیني کرکجن مواد اچولې دي. مخالفې سیاسي ډلې په حکومت دا تور هم لگوي چې په نصاب کښې د دوي وړاندې حکومت لخوا د پښتنو اتلانو او ستورو په اړه شامل لیکونه یي اوباسلي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG