لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر
د 2024 کال د اکتوبر پر 9مه د لبنان جنوبي ښار تایر ته څېرمه په یوه کلي باندې د اسرایل له هوایي برید وروسته لوګي پورته کیږي.
د 2024 کال د اکتوبر پر 9مه د لبنان جنوبي ښار تایر ته څېرمه په یوه کلي باندې د اسرایل له هوایي برید وروسته لوګي پورته کیږي.

د منځني ختیځ د شخړې تازه حال

07:24 30.10.2023

د اتوار په ورځ د امریکې د سپينې ماڼۍ د ملي امنيت سلاکار جېک سولوين (اې بي سي) سره په مرکه کې ویلي، اسرايل بايد په غزه کې پراخو کړو ځمکنيو پوځي عملياتو کې د فلسطيني ملکي وګړو او حماس د وسله والو ترمنځ ممکنه فرق وکړي.

سولوين ويلي، په اووم اکتوبر په اسرايل "وحشي او ترهګر بريد" شوی او له دغې وروسته اسرايل د حماس د وسله والو پرضد عمليات پېل کړي، (حماس) د ملکي وګړو په ابادۍ کې پټيږي او دغه کار په اسرايل د بې ګناه خلکو او ترهګرو ترمنځ د فرق کولو بوج سېوا کوي، خو دا پرې د نړيوال، بشري قانون او جنګي قوانينو لاندې د ملکي وګړو خونديتوب زمه واري نه کموي.

07:24 30.10.2023

د فلسطیني کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو ادارې (یو اېن ار ډبلیو اې) ویلي، د اتوار/ یکشنبې په ورځ په غزه کې په زرګونو خلکو د ادارې په مرکزونو ورغلي او د هلته نه یې خوارکي او د ژوندي پاتې کیدو لپاره پکار نور سامانونه د ځان سره وړي. په غزه کې د دغه ادارې ډاېرېکټر تهامس واېټ ویلي " دغه کار یوه ویریونکی ګام دی چې ښايي د عامو خلکو ترمنځه ولسي نظم ماتیږي".

د خالي/ شنبې په ورځ په غزه کې د حماس ډلې د کنټرول لاندې د صحت وزارت ویلي، د اسرایل لخوا د حماس پرضد پېل شوې جګړه کې 8000 خلک وژل شوي چې زیاتره پکې ښځې او ماشومان دي. خو د دغه شمېرو د ازادو سرچینو څخه تاييد نه شي کېدلی.

امريکې په کال 1997 کې حماس ترهګره ډله ګرځولې، کېنېډا په 2002، يورپي يونين په 2003 او جاپان په 2005 کې ياده ډله غېر قانونه ګرځولې وه، د اسرایل سره برتانیې او اسټريليا هم حماس ترهګره ډله ګرځولې ده.

21:57 29.10.2023

د اسرایل لخوا په غزه کې د حماس ډلې ختمولو پرضد روانو عملیاتو او جګړه کې د عامو خلکو د زیاتیدونکې مرګ ژوبل وروسته اردن د جنګ بندۍ غوښتنه کونکي عرب هیوادونو مشري کوي. په عرب هیوادونو کې څیړونکو خبرداری ورکړی، دا روانه شخړه سیمه ییزې لانجې ته غځیدی شي. د اسرایل د سولې ملګري اردن او مصر بیا خپلو هیوادونو ته د بې کوره فلسطینیانو ورتګ رد کړی.

20:33 29.10.2023

روس دعوه کړې چې په یوه شپه کې یې شپږ دېرش ډرونونه راغورځولي دي

روس د اتوار/یکشنبې په ورځ وویل چې په یوه شپه کې یې د تور سمندرګي/بحیرې او د کریمیه جزیره نما پر سر شپږدېرش (۳۶) ډرونونه ویشتلي او راغورځولي دي. اوکراین، چې د روس په وړاندې یې خپلې جګړې کې تیزي راوستلې ده، تر اوسه یې د دغو ډرون حملو په باب څه ندي ویلي.

نور کتل

XS
SM
MD
LG