واشنګټن (روېټرز) د حماس په انتظام چلېدونکي د غزه د صحت وزارت ويلي د جمعې په ورځورځ د اسرایل په هوايي حمله کې هغه اېمبولېنس لګیدلی دی چې د غزه د شمالي برخې نه يې زخمیان منتقېلول. په پېښه کې د 15 کسانو د وژل کېدو او د 60 نورو کسانو د زخمي کېدو وېل شوي دي.
د اسرایل پوځ ویلي د یو اېمبولېنس شناخت یې کړی و چې د حماس یوې "ترهګرې څانګې" استعمالولو. اسرایلي پوځ وویل په حمله کې د حماس وسله وال وژل شوي دي. اسرایلي پوځ په حماس الزام ولګولو چې وسله وال او وسلې په اېمبولېنسونو کې انتېقالوي.
د حماس یو چارواکي عزت الرشق د وسله والو د موجودګۍ الزامات بې بنیاده وبلل.
د غزه د صحت وزارت ترجمان اشراف القدره وویل د اسرایل په حمله کې لګېدلی اېمبولېنس په هغه قطار کې شامل و د غزه الشفا هسپتال سره په هدف شو.
القدره وویل اسرایل دغه قافله د یو نه زیاتو ځایونو کې په هدف کړې ده، یو ځای د الشفا هسپتال د دروازې سره نږدې او بیا یو کېلومېټر لرې په انصار چوک کې.
د پېښې په اړه خپل بیان کې د اسرایل پوځ د دې خبرې په تاید کې داسې څه ثبوت وړاندې نه کړو چې د اېمبولېنس تړون د حماس سره و. اسرایلي پوځ وویل په دې اړه به نور معلومات وروسته شایع کوي.
واشنګټن (وي او ای) د ملګرو ملتونو د بشري امداد ادارې مشر مارټن ګرېفېتس د جمعې په ورځ غوښتنه وکړه چې د اسرایل او حماس په جګړه کې دې په بېړنۍ توګه د انساني خواخوږۍ په بنیاد وقفه وکړي چې دا فلسطینیانو ته امداد ورسوول شي.
هغه وویل د تېرو 26 ورځو راهسې په اسرایل او غزه کې "متوازي غمزېزې" دوام لري چې "زمونږ په اجتماعي ضمیر داغ دی."
ګرېفېتس وویل د اسرایل، مصر، امریکې او د ملګرو ملتونو ترمنځ خبرې دوام لري خو دا کافي نه دي. هغه غوښتنه وکړه پکار ده چې په جګړه کې وقفې وشي.
د اسرایل وزیراعظم بېنجمن نېټن یاهو د جمعې په ورځ وویل چې حماس یرغمال کسان نه وي ازاد کړي په جګړه به وقفه نه کوي.
په اووم اکتوبر په اسرایل حمله کې حماس د 200 نه زیات کسان یرغمال کړل، ځینې يې ازاد کړي او اوس هم وېل کېږي چې 230 پورې کسان د حماس په ولکه کې یرغمال دي. په اسرایل د حماس په حمله کې 1400 کسان وژل شوي دي.
د حملې په جواب کې اسرایل د حماس په ضد په غزه کې حملې شروع کړي دي او د حماس د انتظام لاندې د غزه د صحت وزارت وايي د اسرایل په حملو کې د 9000 نه زیات فلسطینیان وژل شوي دي.
واشنګټن (وي او ای/ای پي/ای اېف پي/روېټرز) د امریکې خارجه وزیر اېنټني بلېنکن د جمعې په ورځ په تل ابیب کې د اسرایلي وزیر اعظم بېنجمن نېټن یاهو او د اسرایلي کابېنې د غړو سره یې ولیدل او ویې وېل اسرایلي چارواکو سره خبرو کې یې ترجیح دا وه چې د اسرایل او د حماس جګړه زیاته او نوره خوره نه شي.
د ملاقات وروسته بلېنکن خبریالانو ته د هغو ګامونو ذکر وکړو چې د هغه په فکر که واخیستل شي نو په اسرایل د اووم اکتوبر په شان د حملو تکرارېدو مخه نیول کېدی شي او د اسرایلیانو او فلسطینانو دپاره "بهتر سباون" یقیني کولی شي.
په اووم اکتوبر په اسرایل د حماس په حمله کې 1400 کسان وژل شوي او د حماس وسله والو 230 کسان یرغمال کړي دي. امریکې حماس ترهګر تنظیم ټاکلی دی.
د حماس د حملې په جواب کې اسرایل په غزه کې د حماس په ضد هوايي او ځمکنۍ حملې شروع کړي دي.
د حماس د انتظام لاندې د غزه د صحت وزارت د زیارت، پنجشنبې، په ورځ وویل په غزه د اسرایل په حملو کې د 9000 نه زیات کسان وژل شوي او په سلګونو بې کوره شوي دي.
بلېنکن وویل امریکا د اسرایل د دې حق او فرض ملاتړ کوي چې خپله دفاع وکړي خو امریکا دا هم ګڼي ملکي کسانو تحفظ ته پام کول هم انتهايي اهمیت لري.
واشنګټن (روېټرز) د فلسطیني سیمې غزه نه د غیرملکیانو د وتلو لړۍ دوام لري او د زیارت، پنجشنبې، په ورځ د حماس د انتظام لاندې علاقې نه نور بهرنیان ووتل او حماس ویلي د کډوالو په جبلیه نومې کېمپ د اسرایل په حملو کې لږ تر لږه 195 کسان وژل شوي دي. د ملګرو ملتونو د انساني حقونو چارواکو دغه حملې جنګي جرمونه بللي دي.
سفارتي سرچینو ویلي په دوو هفتو کې به 7500 غیر ملي پاسپورټ لرونکي خلک به د غزه نه ووځي. په غزه کې د اسټرېلیا، اسټریا، بلغاریه، چېک ريپبلېک، فېن لېنډ، انډونېشیا، اېټلي، جاپان، اردن، برطانيې او د امریکې پاسپورټ لرونکي خلک موجود دي.
د شورو، چهارشنبې، په ورځ 320 غېرملکیانو ډلوه د رفع دلارې غزه نه مصر ته ورسېده.
اسرایل ویلي د نهې، سه شنبې، او شورو، چهارشنبې، په ورځو په حملو کې د حماس دوه کمانډران په جبلیه کې وژل شوي دي. جبلیه په غزه د کډوالو د ټولو نه لوی کېمپ دی.
اسرایل ويلي حماس د کمانډ مرکزونه او د "ترهګرۍ " بنیادي اسانتیاوې د ملکي ودانیو ترمنځ او په شا او خوا کې جوړې کړي چې له امله یې د غزه اوسېدونکي د خطر سره مخامخ شوي دی.
په غزه کې د حماس په انتظام چلېدونکي مطبوعاتي دفتر د زیارت، پنجشنبې، په ورځ وویل د اسرایل په دوو حملو کې په جبلیه کې لږ تر لږه 195 فلسطینیان وژل شوي او 120 نور کسان بې درکه دي او ګمان کېږي چې د ملبې دلاندې شوي دي. د حماس مطبوعاتي دفتر په یو بیان کې وویل چې 777 کسان زخمیان شوي هم دي.
د ملګرو ملتونو د انساني حقونو چارواکو ویلي دغه حملې جنګي جرمونه کېدلی شي.
اسرایل ویلي په غزه کې یې د شورو، چهارشنبې، په ورځ یو عسکر ووژل شو او 15 عسکر یې د نهې، سه شنبې، په ورځ وژل شوي دي.