اسرایل وايي په لبنان کې د حزب الله دوه کمانډران يې وژلي
واشنګټن (وي او ای/ای پي/ای اېف پي/روېټرز) ـ د اسرایل پوځ د زیارت، پنجشنبې، په ورځ وویل په لبنان کې يې د حزب الله دوه هغه کمانډران ووژل چې په شمالي اسرایل د مزایلو په حملو کې ککړ وو.
د اسرایل ډيفېنس فورسز، ايي ډي اېف، د حزب الله د وژل شویو کمانډرانو شناخت د احمد مصطفا الجاج علي او د محمد همدان په نومو وکړو.
ايي ډي اېف د زیارت، پنجشنبې، په ورځ دا هم وویل په اسرایل د لبنان نه د ۴۰ راکټونو حمله شوې ده خو د اسرایل دفاعي نظام د زیارتو راکټونو لاره ونیوله.
د امریکې صدر جوبایډن د شورو، چهارشنبې، په ورځ د اسرایلي وزیراعظم بېنجمن نېټن یاهو سره په ټېلې فون خبرې وکړې او دا خبره يې تکرار کړه چې اسرایل سره د امریکې ملاتړ په "فولادو کې د نغښتی" دی.
د اګست د ۲۱ نېټې راهسې دا په ټېلې فون د بایډن او نېټن یاهو وړمبۍ خبرې اترې وې چې نایب صدر کاملا هېرېس هم په کې شامله وه.
د بایډن او د نېټن یاهو د خبرو په اړه وایټ هاوس په رسمي بیان کې وویل دواړو مشرانو په دې خبره ټینګار وکړو چې د حماس د ولکي نه د یرغمالانو د ازادولو او د جنګ بشري تاوان کمولو دپاره پکار ده چې سفارتي کوښښونه په بېړنۍ توګه شروع کړی شي.
د طبي امداد فلسطیني اداره وايي په غزه کې د اسرایل هوايي بمبارۍ ۲۷ کسان وژلي دي
واشنګټن (ای پي/روېټرز) ـ د طبي امداد فلسطیني ادارې رېډ کرېسېنټ یا سرې سپږومۍ ویلي د غزه په مرکزي برخه کې په یو سکول د اسرایل په فضايي حمله کې لږ تر لږه ۲۷ تنان وژل شوي دي.
د ادارې ترمخه، د غزه په دیر البلاح برخه کې د اسرایل په حمله کې ویشتل شوي سکول کې بې کوره شویو خلکو پناه اخېستي وه.
د اسرایل پوځ وویل په هغه ترهګرو یې کره حمله وکړه چې په سکول کې یې کمانډ سېنټر جوړ کړی و.
په حمله کې لګېدلي سکول کې بې کوره خلکو پناه اخېستي وه.
د اېسوسي اټېډ پرېس د رپورټ ترمخه، عېني شاهدینو وویل حمله په داسې وخت وشوه چې د سکول په یوه کوټه کې د سکول منتظېمین د یوې امدادي ادارې چارواکو سره ملاقات کولو. په دغه کوټه کې عموماً د سکول په تحفظ ګمارل شوي د حماس د انتظام لاندې د غزه پولیس وي. رپورټ وايي د حملې په وخت پولیس نه و.
په اسرایل د حملې په سر امریکې د ایران د تېلو په صنعت نورې پابندۍ ولګولې
واشنګټن (ای اېف پي) ـ د اکتوبر په وړمبۍ نېټه په اسرایل د ایران د حملې په جواب کې امریکې د جمعې په ورځ د ایران د تېلو د صنعت سره تړلي په لسګونو کمپنو پابندۍ ولګولې.
د امریکې د خزانې وزارت د جمعې په ورځ په یو بیان کې وویل د ایران هغه سمندري جهازونه په هدف کوي چې په ایران د موجوده پابندیو نه چاپېره ګرځي او ایراني تېل خرڅوي. د بیان ترمخه، ایراني تېل او د تیلو مصنوعات په منتقلولو کې په ککړتیا ۱۰ کمپنۍ او ۱۱ سمندري جهارونه تړل شوي جایدادونه وټاکل شوو.
سټېټ ډپارټمنټ یا د امریکې خارجه وزارت په جدا بیان کې په شپږو اضافي کمپنو او په شپږو سمندري جهازونو د ایران د تېلو په تجارت کې د ککړتیا په سر پابندۍ اعلان کړې.
په ایران د امریکې بندیزونه په اسرایل د ایران حملې ته د جواب برخه ده. په اسرایل حمله کې ایران تر ۲۰۰ پورې بېلېسټېک مزایل په اسرایل رولي دي. ایران دغه ګام د پاسداران انقلاب ځواکونو د یو چارواکي او په تهران کې د حماس د سیاسي څانګې مشر اسماعیل هنیه د وژل کېدو په انتقام کې اخیستی و.
اسرایل ويلي د ایران حملې ته جواب به يې مرګونی، کره او حېرانونکی وي.
په لبنان کې د ملګرو ملتونو امن ساتونکو ځواکونو ویلي د اسرایل په حمله کې يې دوه عسکر زخمیان شوي دي
واشنګټن (ای پي) - په لبنان کې د ملګرو ملتونو امن ساتونکو ځواکونو د جمعې په ورځ وویل د اسرایل په حمله کې يې دوه عسکر زخمیان شوي دي.
دوه ورځې وړاندې هم د ملګرو ملتونو امن ساتونکو دوه عسکر د اسرایل په عملیاتو کې زخمیان شوي وو او اسرایلي ځواکونو ویلي وو چې د پېښې تحقیقات به کوي.
د جمعې په ورځ د پېښې په اړه اسرایلي پوځ وویل د ملګرو ملتونو د امن ساتونکو ځواکونو د مرکز سره یې ممکنه خطر ته په جواب کې ډزې وکړې چې په کې بالاخر د امن ساتونکو مرکز ولګېدل.
بلخوا، د لبنان پوځ وویل د اسرایل په حمله کې يې دوه عسکر ووژل شوو او درې نور زخمیان شول.
اسرایلي پوځ وویل د حزب الله په ضد يې عملیات کول چې د لبنان عسکرو د لګېدو رپورټونه يې ترلاسه کړل خو د تلفاتو په اړه څه معلومات نه لري.
په داسې حال کې چې اسرایل په لبنان کې د حزب الله خلاف عملیات پراخه کړي دي د لبنان عسکر په جنګ کې ګېرېږي.
تراوسه پورې یوازې یوځل، د اکتوبر په دریمه نېټه، د اسرایلي او د لبناني ځواکونو نېغ په نېغه جګړه شوې. په دغه موقع اسرایلي ټېنک د لبناني پوځ په یو پوسټ ډزې وکړې او د لبنان یو عسکر يې ووژلو. د لبنان پوځ جوابي ډزې وکړې.