لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر
د 2024 کال د اکتوبر پر 9مه د لبنان جنوبي ښار تایر ته څېرمه په یوه کلي باندې د اسرایل له هوایي برید وروسته لوګي پورته کیږي.
د 2024 کال د اکتوبر پر 9مه د لبنان جنوبي ښار تایر ته څېرمه په یوه کلي باندې د اسرایل له هوایي برید وروسته لوګي پورته کیږي.

د منځني ختیځ د شخړې تازه حال

23:35 5.11.2024

اسرایلي وزیراعظم د دفاع وزیر لرې کړو

نېټن یاهو او ګېلانټ
نېټن یاهو او ګېلانټ

واشنګټن (ای پي) ـ د اسرایل وزیراعظم بېنجمن نېټن یاهو په غېر متوقعو اعلان کې د هېواد د دفاع وزیر یواو ګېلانټ د دندې څخه لرې کړو.

په غزه کې د حماس خلاف د اسرایل جنګ د شروع کېدو راهسې نېټن یاهو او ګېلانټ اختلافات لرل خو اسرایلي وزیراعظم تر اوسه ګېلانټ د برطرف کولو نه ډډه کړې وه.

تېر کال د مارچ په میاشت کې نېټن یاهو کوښښ کړی و چې ګېلانټ لرې کړي خو د دې ضد په لارو کوڅو کې احتجاجونه راوپارېدل.

نېټن یاهو د ګېلانټ د لرې کولو اعلان د نهې، سه شنبې، په شپه ناوخته وکړو.

XS
SM
MD
LG