لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان کې په ښځو کې د اسقاط حمل زیاتیدو علتونه څه دي؟


یوه حامله ښځه
یوه حامله ښځه

په پاکستان کې ګنړې ښځې او میاندې د يو شميرعلتونو له امله د اسقاط حمل (ماشوم ضاېع کولو) یا (ابارشن) د سختی فيصلې نه تيريږي. داسې روغتیايي مرکزونه یا کلينېکونه چرته چې د اسقاط حمل عمليات کېږي په دغو کې هم ورځ تر بله زیاتوالی لیدل کېږي.

په دغه مرکزونو کې کارکونکي ډاکټران او نرسانې وايي د دوي مرکزونو ته راتلونکې ګنړې ښځې واده کړې او د وړاندې نه د دغه عملیاتو(ابارشن) نه تیرې شوي وي. د دغه ډاکټرانو او نرسانو ترمخه زیات تره ښځې د ماشوم نه ځيږولو لپاره اسانې لاری نه کارول غواړي.

په کال ۲۰۱۲م -۱۳م کې د صحت په حقله شوې یو سروی یا نظر پوښتنې تر مخه پاکستان کې(٢٦ فيصدي) ښځې د ماشومانو په پیداېش کې د وقفې لپاره علاج خو شورو کړي خو سر ته يې نه رسوي.

دغه سروی تر مخه په دغه ښځو کې٣٧ فيصده په ماشومانو کې د وقفې علاج په منځ کې پریږدي. سروی زیاتوي ١٠ فيصده ښځې په صحت د بدو اثراتو له امله په لومړو٢١و مياشتو کېدغه علاج اودروي.

په دغه سروی کې دا یرونکې خبره هم ښکاره شوې چې په پاکستان کېد ښځې او خاوند د خوښې یا ارادې بغیر ۴٨ فيصده ښځې حامله شي. په دغو کې بیا ٥۴ فيصده زنانه دغه حمل په غير محفوظه توګه ضاېع کوي کوم چې د دغه ښځو د صحت لپاره نقصاني وي.

د ملګرو ملتونو د ماشومانو ادارې (يونيسيف) ترمخه په پاکستان کې هرکال٩٧٠٠ میاندې خپل ژوند د لاسه ورکوي. د نړیوالو ادارو د شميرو تر مخه په دغه مرګونو کې ١٣ فيصده ښځې بیا د ماشومانو ضاېع کولو په غیر محفوظه طریقو خپل ژوند د لاسه ورکړي.

په پاکستان کې د صحت ماهرین د اسقاط حمل اکثره طريقی د روغتيا د اصولو سره سمې نه بولي او وايي اکثره عمليات هغه دايانې تر سره کوي چې د اسقاط حمل د عملياتو لپاره يې پوره تربېیه هم نه وي شوي.

Abortion pill
Abortion pill

په پاکستان کې د اسقاط حمل قانون:

پاکستان کې ښځو ته د اسقاط حمل اجازه نه شته خو په هيواد کېداسی قانون دی چې ترينه ښځو، ډاکټرانو او نرسانو ته د دغه عمل تر سره کولو لارې ښکاري.

په کراچۍ کې کار کونکې یوه وکیله سارا مليکاني وايي په پاکستان کې د اسقاط حمل څه ځانګړې قانون نشته، خو د اېين د شق ٣٣٨ لاندې که یو حمل د ښځې ژوند ته خطر نه وي او دغه حمل ضاېع کړی شي نو دغه یو جرم ګنړل کیږي. که اسقاط حمل د ښځې په خوښه وشي نو سزا يې درې کاله بند او که چرې دغه کار د ښځې د مرضۍ بغیر وشي نو سزا یې لس کاله قید ده.

anti pregnancy tablets
anti pregnancy tablets

مذهب او د عامو خلکو پوهه:

پاکستان یو اسلامي هيواد دی او زیات تره خلک د اسلامي اوصولو د خيال ساتلو پوره هڅې کوي. په پاکستان زیات تره خلک ګنړي چې په اولاد کېوقفه کول د خدای په کارونو کې مداخلت دی.

د یوې نړیوالې ادارې سره کار کونکی ډاکټر ظاهر ګل واېي د پاکستان رياست که یو خوا اولس ته د مذهب په اړه پوهه ورکولو کېناکامه شوی نو بل خوا د صحت د خو اسانتياوو ورکولو، او خلکو ته د صحت په مسلو پوهه ورکولو کې هم پاتې راغلی.

پيژندلی مذهبي مشر او دیني عالم ډاکټر قبله ایاز په دې موضو وي او ای ډیوه ته ویلي ٫٫ د صحت، او خانداني معاملاتو په ښه توګه سر ته رسولو لپاره اکثره علما په ماشومانو کې د وقفې یا مانع حمل دوایانو د استعمال اجازه ورکوي.٬٬

ډاکټر قبله ایاز وړاندې وايي که چرې د مور په خیټه ماشوم پوره شي او پکې ساه راشي نو بیا د دغې د ضاېع کولو اجازه نشته خو زیاتوي ٫٫ علما یواځې په دې صورت کې د اسقاط حمل اجازه ورکوي که چرې د مور صحت ته خطره وي او ډاکټران هم د دې اجازه ورکړی چې اسقاط دې وشي.٬٬

د روغتیا چارواکې وايي که پاکستان کې په حکومتي توګه د ماشومانو په پیداېش کې د وقفې په اړه په خلکو کې بیداري راوستی شي او خلک په دې پوهه شي چې غیر محفوظه اسقاط حمل (ابارشن) د وقفې نه زیات نقصان لري، نو امکان دی خلک په دغې مسله پوهه شي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG