د سولې نوبل جایزه کټوونکې ملالې یوسفزۍ د ملګرو ملتونو د ۷۹ عمومي غونډې کې د ګډون کوونکو هیوادونو له مشرانو څخه غوښتي، پر افغان نجونو د طالبانو د زده کړو بندیز لېرې کولو ته پام وکړي.
ملالې یوسفزۍ د اتوار/ یکشنبې په ورځ د ایکس په ټولنیزه شبکه په یوه خپره کړې ویډیو کې ویلي چې دا او یو شمیر نورې نجونې د ملګرو ملتونو دفتر مخ ته تیره ورځ راټولې شوې وې ترڅو په نړۍ او په ځانګړي ډول په افغانستان، غزه او یو شمیر نورو هیوادونو کې د نجونو بد وضعیت ته د نړیوالو مشرانو پام راوړوي.
ملالې ویلي: " په نړۍ کې نجونې د مختلفو حقایقو سره مخ دي. په افغانستان کې نجونې په ثانوي ښوونځیو کې له زده کړو څخه منع شوي، په غزه کې نجونې په پرله پسې ډول د بمبارد لاندې ژوند کوي، په نایجریا کې نجونې د ویجاړونکو سیلابونو څخه کړیږي."
ملالې یوسفزۍ د هیوادونو په مشرانو غږ وکړ چې په نړۍ کې د نجونو د ژوند د شرایطو کې ښه کیدو لپاره نور اقدامات هم وکړي.
د ملګرو ملتونو ۷۹ عمومي غونډه د سپټمبر د روانې میاشتې په لسمه پیل شوې ده.
په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر مشر سهیل شاهین دغې غونډې ته د طالبانو د استازي په نه بللو باندې نیوکه کړې او ادعا یې کړې چې په داسې حال کې چې طالبان د خلکو ملاتړ او په افغانستان باندې واکمن دي او بیا هم دې غونډې ته د طالبانو استازي ته د ګډون بلنه نه ده ورکړل شوې.
هغه ویلي: "دغسې یو حالت هیڅ کومه مسله نشي هوارولی مګر پرځای درز لا ژوروي او دا د د افغانستان اسلامي مارات [طالبانو حکومت] سره د بوختیا د پالیسۍ پر خلاف دی کوم چې ملګري ملتونه یې د تعقیب [ پالسۍ] ادعا کوي."
په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د استازولۍ څوکۍ لا هم د مخکني جمهوري حکومت له خوا د ګمارل شوي دپلومات نصیر احمد فایق له خوا اداره کیږي.
که څه هم ملګرو ملتونو پریکړه کړې چې افغانستان استازی ددغې ټولنې د رایو اچونې په بهیر کې ګډون نشي کولای هم لا هم یې طالبانو ته ددغې څوکۍ د سپارلو څخه ډډه کړې ده.
طالبانو چې په ۲۰۲۱ کال د اګست په میاشت کې په افغانستان کې بیا واک ترلاسه کړی، تراوسه ددغې ډلې حکومت د هیڅ کوم هیواد او یا نړیوال سازمان له خوا په رسمیت نه دی پیژندل شوی.
نړیوالې ټولنې د طالبانو د نړیوال مشروعیت لپاره ددغې ډلې له خوا بشري حقونو په ځانګړي ډول د ښځو، نجونو، مذهبي او قومي اقلیتونو حقونو ته درناوی او د القاعده په ګډون تروریستي ډلو سره اړیکو پرې کولو شرطونه د مخکینيو شرطونه په توګه اعلان کړي دي.
په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر مشر دا نیوکه په داسې حال کې کړې چې د طالبانو د مشر ملا هبت الله اخوندزاده له خوا د امربالمعروف او نهی عن المنکر د نوي قانون د توشیح وروسته د ملګرو ملتونو یو شمیر چارواکو ویلي چې په ددغه قانون پلي کیدل به دغه هیواد د نړیوال مشروعیت د ترلاسه کولو څخه نور هم لیرې کړي.
د وي او ای اشنا په مننه.
Forum