لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

امریکایان د مارټن لوتهر کنگ د زیږون ورځ لمانځي


ښاغلي مارټن لوتهر کېنگ په امریکا کې د ټولینزو حقونو تر ټولو فعاله افریقایي امریکایي مشر وو. د هغه په یاد کې په امریکا کې هر کال د جنورۍ د دریم گل په ورځ د هغه د زیږدنې په ورځ سرکاري رخصت وي.

ډاکټر مارټن لوتر کنگ په کال ١٩٥٥ کې هغه وخت شهرت ترلاسه کړو چې د امریکې د ایلاباما ریاست په منټگمري ښار کې د ښار په بسونو کې د تور پوستکو افریقائي امریکنیانو او سپین پوستکو دپاره د جدا جدا سټینونو خلاف يي احتجاج کامیاب شو او په بسونو کې د نسلې تفریق دغه نظام لمینځه یوړل شو.

د هغه دا تحریک په داسې وخت کې شورو شوی وؤ چې د امریکې او په خاصه توگه سویلي برخو کې افریقایي امریکایانو سره د پوستکي په اساس تعصب او توپیر کېدو دوي په یو بس کې د سپین پوستکو نه بیل کېنول کیدل
دغه رنگ په سکولونو کې هم تورپوستکي زدهکړه کونکی د سپین پوستکو خوا ته کېناستل نه شول په داسې حالکې ښاغلی کنگ دا نعره اوچته کړه چې امریکا کې به یوځل دغه خوب پورا کېږي چې انسانان ټول د برابرۍ په اساس پېدا شوي دي.

ډاکټر مارټن لوتر کنگ د ١٩٥٠ او د ١٩٦٠ په لسیزو د سول رائټس مومنټ یا د شهري حقونو مرکزي رهنما وو.

په کال ١٩٦٣ کې په سرښار واشنگټن کې د لاریون په موقع د اي هیو ای ډریم، ځما یو خوب په نوم تقریر هغه ته افاقي شهرت ورکړو.

په دغه تقریر کې هغه وايي چې د هغه دا خوب دی چې یوه ورځ به په امریکا کې د پخواني غلامانو او پخواني د غلامانو د مالکانو بچي په یوځائې ژوند کوي او شناخت به يي د رنگ او د نسل په بنیاد نا بلکه د کردار په بنیاد کیږي.

په کال ١٩٦۴ کې ډاکټر کنگ ته د امن نوبیل انعام ورکړی شو. هم په دغه کال کې امریکې د هغه وخت صدر لنډن جانسن هیواد کې د نسلي تعصب د خاتمي دپاره قانون لاس لیک کړو.

مارټن لوتر کنگ د اپریل په څلورمه نیټه د ټینسي ریاست په میمفیس ښار کې وژل شو. هغه دغه ښار ته د صفائي کارکونکو تورپوستکو امریکایانو د مرستې دپاره تللی وو. د صفائي کارکونکو مساوي تنخا دپاره په احتجاج لاس پورې کړی وو.

ښاغلی کینگ د عدم تشدد د فلسفې پیروکار وو- دعدم تشدد پیروکار مارټن لوتهر کينگ جونير نه وړاندې د عدم تشدد د لارې د قامي گټو مبارزه په 19مه پېړۍ کې د هندوستان عظيم ليډر مهاتما گاندي، پښتون قام پرسته مشر باچا خان او دافريقه عظيم ليډر نیلسن منډیلا کوله

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG