لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

مسعود پزشکيان د ايران نوی صدر منتخب شوی


FILES-IRAN-VOTE-PEZESHKIAN
FILES-IRAN-VOTE-PEZESHKIAN

‏معتدله او غېر معروفه صدارتي امېدوار ډاکټر مسعود د ايران نوی صدر ټاکل شوی دی، د ايران د کورنيو چارو وزارت نن د خالي/ شنبې په ورځ د نوي ‏صدر ټاکنه اعلان کړې ده.‏

د ايران د کورنیو چارو وزارت ویلي، مسعود پزشکيان د صدارتي انتخاباتو په دويم پړاو کې د مخالفه امېدوار په مقابله کې زياتې رای ترلاسه کړي دي.‏

د ايران د مخکيني صدر ابراهيم رييسي د هيلي کاپټر په پېښه کې د مړينې وروسته د نوي صدر د ټاکنې د ‏‎28‎م جون په لومړي پړاو کې يو امېدوار هم ‏ټاکلی هدف ‏‎50‎‏ فيصده رای نه وې ترلاسه کړې.‏

خو د ايران د کورنيو چارو وزارت ویلي، د جمعې په ورځ ترسره شوو صدارتي انتخاباتو په دويم پړاو کې مسعود پزشکيان يو کروړ ‏‎60‎لکه ووټونه اخستي ‏او په زياتو رایو اخستو کې بريالی شوی دی.‏
ويل شوي، د پزشکیان په مقابله کې بل امېدوار سعيد جليلي يو کروړ ‏‎30‎لکه ووټونه اخستي دي. د ايران الېکشن کمېشن ویلي، د ووټونو په دویم پړاو ‏کې د رايو ورکولو شرحه (ټرن اوټ) ‏‎49‎‏ فيصده وو او شپږ لکه رایې غلطې ګرځول شوي دي.‏

د رويټرز خبري ادارې ترمخه، د مسعود پزشکيان د ګټې د اعلان وروسته د هغه پلارنۍ سيمه اروميه کې خوشالۍ نمانځل شوي، په ټولنيزو رسنيو خپرو ‏شوو ويډيوز کې ليدل شوي خلک په سړکونو راوتلي نڅا یې کړې او د نوي صدر په حق کې یې نعرې وهلي دي.‏

د بريا وروسته پزشکیان د خپلو پلويانو مننه کړې او په سرکاري ټي وي يو بيان کې نوموړي ويلي، "مونږ به هر چاته د دوستۍ لاس غځوو، مونږ د دې ملک ‏يو شان وګړي يو او په ګډه به یې د پرمختیا دپاره کار کوو".‏
‎69‎‏ کلن مسعود پزشکيان د زړونو د ناروغو د عملياتو (سرجن) ډاکټر دی، او د لويديځ هيوادونو سره د رغنده اړيکو پلوي دی او هغه په نړیواله کچه، ايران ‏د يواځي والي څخه ويستلو دپاره د لويدیځ سره په جوهري تړون بيا د خبرو خواهش لري.‏

د هغه په مقابله کې بل امېدوار سعيد جليلي د ايران د جوهري مذاکراتي ټيم برخه وو او هغه د غرب سخت مخالفه او سخت دريځه شخصيت په توګه ‏پېژندل کيږي.‏

په انتخابي کمپاين کې سعيد جليلي د خپلو سخت دريځه پلويانو پوره ملاتړ ترلاسه کړی وو.‏
د انتخاباتو نه وړاندې د دواړو صدارتي امېدوارانو ترمنځ په ټيلي ويژن دوه بحثونه شوي وو، دواړو د يو بل په پاليسيانو سختې نيوکې کړې او ايران ته په ‏ورپېښو اقتصادي چېلنجونو، نړیوالو اړيکو او نټرنېټ بنديزونو سره نورو موضوعاتو باندې یې خبرې کړې وې.‏

ويل کيږي، مسعود پزشکیان په ملک کې په انټرنېټ د بنديز او اخلاقي پوليسو خلاف دی.‏
د ايران اخلاقي پوليس په ولسي ځايونو کې د ښځو سرونه پټول يقيني کوي.‏
په کال ‏‎2022‎م کې د اخلاقي پوليسو په بند کې د مهسا امیني نومې جينۍ د وژنې د پېښې وروسته په ايران کې په پراخه کچه مظاهرې شوې وې او د ‏اخلاقي پوليسو د ختمولو غوښتنه شوې وه.‏

Forum

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG