لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

عبدالغني برادر: اشرف غني مو نه وژلو


په افغانستان کې د طالبانو د حکومت لومړي مرستیال ملا عبدالغني برادر ویلي، د اشرف غني د وژلو هيڅ پلان نه وو. اشرف غني چې د طالبانو کابل ته ننوتو په ورځ 15 اګست د کابل نه وتلی او متحده عرب اماراتو ته تللی وو، په خپل لومړي ويډيوي پېغام کې يې ويلي وو، که په هېواد کې پاته شوی وی نو د افغانستان ولسمشر به یو ځل بیا [د ډاکټر نجیب الله غوندې] په دار ځړول شوی او هېواد به یې له لوی شرم سره مخ شوی وی.

د افغانستان د ملي ټيلي ويژن سره په خپله لومړۍ مرکه کې ملا برادر تفصيلي خبرې کړي دي.

برادر ویلي، د تير حکومت د امنيتي چارواکو او کار کوونکو سره د طالبانو حکومت هيڅ زور زياتی نه کوي او که چرته دغه ډول پېښې په پټه شوي وي، نو په پېښو کې ککړ کسان يې نيولي دي او دوی خپلو امنیتي کار کوونکو ته اجازه نه ورکوي چې په چا تشدد وکړي.

د طالبانو په واک کې د راتلو وروسته په ټولنيزو رسنیو ځينې ويډيو مخې ته راغلي چې پکې طالبان د اشرف غني د حکومت په امنيتي سرتيرو تشدد کوي، او ځينې داسې ويل کيږي چې دغه امنيتي سرتيري د کورونو نه پورته کولی شي.

ملا برادر د نړیوالې ټولنې نه غوښتي چې حکومت يې په رسميت وپېژني.

د طالبانو په واک کې د راتلو چې پينځه میاشتو پوره کېدو ته لس ورځې پاتې دي، تراوسه يو هېواد هم د طالبانو حکومت په رسميت نه دی پېژندلی.

برادر ویلي، د تير حکومت کار کوونکي په خپل حکومت کې نه شاملوي ځکه چې د هغه په وېنا هغوی ټول په غبن کې ککړ دي. او نه د پخوانۍ کابينې کوم تن په خپله کابينه کې شاملوي.

نوموړي ویلي، په دوحه کې د خبرو په مهال د امریکا لخوا ځينې نومونه مخې ته راغلي وو چې دغه چارواکي به د دوی سره وي، خو برادر ويلي پخواني کار کوونکي غبن او رشوت اخستونکي دي. او زياته کړې يې ده که يو هم په خپله کابينه کې شاملوي نو د کابينې/ حکومت يو والي ته یې زيان اړوي.

طالبانو چې تراوسه پورې خپله څومره کابينه هم جوړه کړې پکې د اشرف غني د حکومت کوم تن نه دی شامل کړی شوی او نه پکې ښځې شته.

د طالبانو د حکومت لومړي مرستیال ویلي، د طالبانو د حکومت ټول شرطونه پورته کړي ځکه د دوی حکومت دې په رسميت وپېژندل شي.

خو نړيواله ټولنه د طالبانو نه د ټولشموله حکومت، بشري او ښځو د حقونو سره جينکو ته سکولونو ته د تلو د اجازې ورکولو غوښتنه کوي.

برادر ویلي که نړۍ يې په رسمیت ونه پېژني ملک به يې د معاشي بحران سره مخامخ شي، چې اغېزې به یې نه يواځې په افغانستان بلکې په ګاونډي هېوادونو او نړۍ پرېووځي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 2:32:32 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG