لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د ننګرهار په ځان مرګي برید کې د حج او اوقافو ریس هم وژل شوی


مولوي عبدالظاهر حقاني
مولوي عبدالظاهر حقاني

د افغانستان د ننګرهار ولایت په مرکز جلال اباد ښار کې د شورو یا چهارشنبې په ورځ د یو ځان وژونکي برید په ترڅ کې ددغه ولایت د حج او اوقافو ریس هم وژل شوی دی.

د اریانا نیوز د راپور له مخې، ځان وژونکي هغه موټر په خپل برید کې په نښه کړ په کوم کې چې د حج او اوقافو (مذهبي چارو) ریس عبدالظاهر حقاني سپور و.

د ننګرهار د والي ویاند عطا الله خوګیاڼي رسنیو ته ویلي، چې په دغه برید کې د عبد الظاهر حقاني موتر چلونکی هم وژل شوی او نهه نور ملکیان په کې ژوبل شوي دي.

تر اوسه کومې ډلې د برید پړه په غاړه نه ده اخیستې خو په دغه ولایت کې طالبان او داعش دواړه شتون لري او په سیمیزو چارواکو او امنیتي ځواکونو باندې بریدونه کوي.

په ننګرهار کې دا ځان وژونکي برید وروسته له هاغې وشو چې افغان ولسمشر اشرف غني یو ځل بیا له طالبانو غوښتي و چې د سولې خبرو ته دې غاړه کېږدي او افغان حکومت په دې وروستیو کې طالبانو ته په کابل کې د یو دفتر د پرانستلو وړاندیز هم کړی و.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG