د پاکستان او امریکې پوځ د ترهګرۍ ضد مبارزې او تجربو شريکولو او پياوړي کولو مشقونه يا تمرينونه کوي. د پاکستان پوځ ويلي، دغه مشقونه د خېبرپښتونخوا د نوښار ضلعې په پبو سيمه کې د ترهګرۍ ضد قامي مرکز کې روان دي.
د پاکستان پوځ پرون په درېمه جولايۍ د يادو مشقونو په اړه يو بيان کې ويلي، "د پاکستان او امریکې د انفېنټري رايفل کمپنۍ 2024م دغه دوه اړخيزه مشقونه د ترهګرۍ د خطر سره مبارزه کې يو بل سره د سب يونټونو په کچه مهارتونه شريکول دي".
پوځ ويلي، د دوو اوونيو ياد مشقونه په 29م جون د نوښار په پبو کې د ترهګرۍ ضد قامي مرکز کې پيل شوي دي.بيان کې زياته کړل شوې، "د مشقونو مقصد د ترهګرۍ ضد تجربو شریکولو نه علاوه د ترهګرۍ ضد عملياتو کې اړينې طريقې ښه کول دي".
ويل شوي، "یاد مشقونه په ښاري ساحو کې د جګړې په وخت د يونټونو په کچه په غوره طريقو پوهېدل او د نخښه کولو مهارتونو ترلاسه کولو غوره تصور دی".
د پاکستان او امریکايي پوځ دغه مشقونه په داسې وخت کې کيږي، چې په 22م جون د پاکستان د وزيراعظم شهباز شریف په مشرۍ د اېپکس کمېټۍ غونډه کې په ملک کې د ترهګرۍ او توندروۍ پرضد د عزم استحکام په نوم نوو عملياتو منظوري ورکړل شوې وه.
او د پاکستان د فاع وزیر خواجه اصف بيا د وي او اې سره په يوه مرکه کې د يادو عملياتو په اړه ويلي وو، په ضرورت پېښدو د پولې پورې غاړې افغانستان کې هم عمليات کولی شي، خو په افغانستان کې د طالبانو د دفاع وزارت خبرداری ورکړی، که چا یې هم د پولې يا حريم سرغړونه وکړه، د نتيجو زمه وار به یې په خپله وي.
پاکستان کې د څيړنو او امنيتي مطالعو مرکز (سېنټر فار ریسرچ اېنډ سیکيورټيسټديز، سي ار اېس اېس) په نوم ازادې غېر دولتي ادارې ويلي، په تیرو درېو میاشتو کې په ګرد هیواد کې ترسره شوو ترهګرو پېښو کې 92 فيصده مرګ ژوبلې په خېبرپښتونخوا او بلوچستان صوبو کې شوي دي. او په دغه موده کې د پوځ د يو کپتان پشمول 65 پوځیان او دوه پوليس افسر پشمول 31 پوليس اهلکار وژل شوي دي.
پاکستاني چارواکي په ملک کې د زياتېدونکې ترهګرۍ په اړه په تکرار سره وايي، په افغانستان کې د طالبانو په واک کې د راتلو وروسته پاکستان کې ناامني او ترهګرۍ سېوا شوې او تحریک طالبان پاکستان د افغانستان د خاورې څخه پاکستان کې ترهګري کوي، خو په افغانستان کې واکمن طالبان د پاکستان دغه تورونه په کلکه ردوي.
سي ار اېس اېس د جولايۍ په لومړۍ نېټه خپور کړي رپورټ کې ويلي وو، په تیرو درېو میاشتو کې په ګرد هیواد کې ترهګرو بریدونو او ترهګرو پرضد عملياتو کې ټولې 240 پېښې شوي، د عامو ملکي وګړو او امنیتي ځواکونو د عسکرو په ګډون پکې 380 کسان وژل او 240 ژوبل شوي دي.
د رپورټ ترمخه خېبرپښتونخوا او بلوچستان صوبې د ترهګرۍ او ناامنۍ څخه تر ټولو اغېزمنې پاتې شوي، 87 بريدونه او امنيتي ځواکونو عمليات هم په دغو صوبو کې شوي او 92 فيصده مرګ ژوبلې هم په دغو صوبو کې اوښتي دي.
په رپورټ کې ويل شوي، د روان کال د لومړيو درېو میاشتو په مقابله کې په وروستيو درېو مياشتو کې په بلوچستان صوبه کې ترهګري کمه شوې خو په خېبرپښتونخوا او پنجاب کې زياته شوې ده.
Forum