لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان د افغان کرکټ لوبډلې سره سياليو دپاره لوبډله اعلان کړه


د کال 2021 د اګست په مياشت کې چې طالبان په افغانستان کې په واک کې راغلي اول یې د جينکو د منځنۍ درجې په سکولونو او بيا يې په ښځينه پوهنتونونو کې په زده کړو بندېزونه لګولي وو. دغه رنګ طالبانو په ښځو د کار ځايونو ته د تګ سره نور بنديزونه هم لګولي دي
د کال 2021 د اګست په مياشت کې چې طالبان په افغانستان کې په واک کې راغلي اول یې د جينکو د منځنۍ درجې په سکولونو او بيا يې په ښځينه پوهنتونونو کې په زده کړو بندېزونه لګولي وو. دغه رنګ طالبانو په ښځو د کار ځايونو ته د تګ سره نور بنديزونه هم لګولي دي

د پاکستان کرکټ بورډ د افغانستان کرکټ لوبډلې سره د سياليو دپاره خپله لوبډله اعلان کړه او ویې ويل چې د مارچ د میاشتې د م24 نه تر 27م نېټې پورې به په شارجه کې د دواړو لوبډلو ترمنځ درې ټي ټوينټي يا شل اووريزې سيالۍ کوي.

د پاکستان کرکټ بورډ مشر نجم سېټهي د ګل/ دوشنبې په ورځ په لاهور کې په خبري غونډه کې د افغانستان سره د درېو سياليو په اړوند خبرې وکړې.

هغه وویل د لوبډلې د مشرانو يا سينير لوبغاړو سره خبره شوې هغوی به د افغانستان د لوبډلې سره په سياليو کې نه لوبيږي.

هغه وویل، د پاکستانۍ لوبډلې کپتان بابر اعظم، فخر زمان، حارث روف، محمد رضوان او شاهين شاه افريدي به دمه کوي او کومه لوبډله به چې د افغانستان لوبډلې ته مخامخ کیږي مشري به یې شاداب خان کوي.

د افغانستان کرکټ بورډ هم د پاکستانۍ لوبډلې سره د سياليو په اړوند په خپله فېس بک پاڼه د سياليو نېټې اعلان کړي دي.

د جنورۍ په مياشت کې د بشري حقونو د څار سازمان (هیومن رایټس واچ) د کرکټ له نړیوالې شورا (ايي سي سي) نه غوښتي وو چې په دې شورا کې دې د افغانستان د کرکټ د ملي ټیم غړیتوب وځنډوي.

د بشري حقونو نړیوال سازمان دغه خبره د اسټريليا لخوا د افغانستان کرکټ لوبډلې سره د سياليو نه کولو د پرېکړې وروسته کړې وه.

په 12مه جنورۍ د اسټریليا کرکټ بورډ د افغانستان د کرکټ لوبډلې سره د سياليو کولو نه انکار کړی او ویلي یې وو دغه پرېکړه يې په افغانستان کې د واکمنو طالبانو لخوا په ښځو او جينکو د زده کړو بنديزونو په غبرګون کې کړې ده.

د اسټریليا په پرېکړه افغان کرکټ بورډ او لوبغاړو د مايوسۍ څرګندونه کړې وه.

د کال 2021 د اګست په مياشت کې چې طالبان په افغانستان کې په واک کې راغلي اول یې د جينکو د منځنۍ درجې په سکولونو او بيا يې په ښځينه پوهنتونونو کې په زده کړو بندېزونه لګولي وو. دغه رنګ طالبانو په ښځو د کار ځايونو ته د تګ سره نور بنديزونه هم لګولي دي.

د جينکو په سکولونو او بيا په پوهنتونونو د طالبانو د بندېزونو پرېکړې په نړیواله کچه غندل شوي او د طالبانو نه د دغه پرېکړې بيرته اخستو غوښتنې شوي دي.

په افغانستان کې د طالبانو واکمني تراوسه پورې د پاکستان په ګډون په نړۍ کې يو ملک هم په رسميت نه ده منلې.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG