د پاکستان پوځ ويلي، د خېبرپښتونخوا په کاټلنګ سیمه کې يې په عملياتو کې يو مهم ترهګر کمانډر وژلی دی، او کورمه کې د ترهګرو سره نښته کې يو پوځي افسر وژل شوی دی.
د پاکستان پوځ ویلي، د 28 او 29م ستمبر په مينځنۍ شپه کې په خېبرپښتونخوا کې په دوو ځايونو کې د ترهګرو سره نښتې شوي دي.
پوځ وویل د استخباراتي معلوماتو په اساس د مردان ضلعې په کاټلنک علاقه کې عمليات شوي، مهم ترهګر کمانډر فېصل وژل شوی دی.
د پوځ ترمخه، وژل شوی ترهګر په ګڼو ترهګرو بريدونو کې ککړ او امنيتي ادارو ته مطلوب وو.
پوځ د وژل شوي ترهګر نور تفصيل نه دی ویلی خو پرون سي ټي ډي پوليس ويلي وو، د وژل شوي کمانډر تعلق د تحریک طالبان پاکستان د محسن قادر نومې ګروپ سره وو.
سي ټي ډي ويلي وو هغه د ترهګرۍ او قلنګ په سنګينو جرمونو کې مطلوب وو.
پوځ ويلي، د کورمې ضلعې په مرکزي ښار پاړا چينار کې پوځي عسکرو د ترهګرو سره جګړه شوې ده.
ويل شوي، پوځ د ترهګرو په کلکه مقابله کړې او نښته کې 33 کلن لانس نايک غېرت خان وژل شوی دی. ويل شوي غېرت خان د کورمې وو.
پاکستان او په ځانګړي ډول په خېبرپښتونخوا کې په وروستيو کې د ناامنۍ پېښې سېوا شوي دي.
پوځ ويلي، د ترهګرۍ د خاتمې دپاره پوځ ژمن دی او د ملک څخه به ترهګري ختموي.
پرون په هنګو کې هم په يو جومات کې چاودنې شوي او د بلوچستان صوبې په مستونګ سیمه کې د عيد ميلادالنبي په جلوس ځانمرګی بريد شوی وو، په دواړو پېښو کې ګڼې مرګ ژوبلې اوښتي دي.
له دغې وړاندې د پاکستان پوځ خبر ورکړی وو چې د بلوچستان په ږوب سیمه کې یې له ترهګرو سره نښته شوې چې پکې څلور پوځيان او درې ترهګر وژل شوي وو.
Forum