لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ضیا لانګو: دا نه شو ویلای چې د سرینا هوټل د چاودنې هدف د چین سفیر نه وو


د اپرېل پر 21مه د کوټې په سرينا هوټل کې د ځانمرګي بريد په هکله د بلوچستان ايالت د داخله چارو وزير مير ضيا لانګو وويل دا نه شي ويلای چې بريد د چين پر سفير او د هغه پر ملګرو نه دی شوی:

" څه ډول چې د سيپېک له لارې بلوچستان او پاکستان د ترقۍ پر لوري مخ په وړاندې روان دی او چین په دې کې مهمه رول ادا کوي نو ځکه دا له نظره نه شو غورځولای چې دا بريد دې پر چينايانو نه وي شوی، د دې بريد هدف چينايان هم کېدای شي، هوټل هم کېدای شي خو نورې پلټنې روانې دي چې څه مخ ته راځي معلوم به شي".

د ضيا لانګو په خبره د چين سفير او د هغه ملګري په هم دې هوتل کې استوګن وو خو د هغه په خبره د بريد پر وخت هغه د کوټې په پوځي چاونۍ کې وو.

د بلوچستان په سر ښار کوټه کې په حساسه سيمه کې د موجود سرينا هوټل په موټر تمځای کې د ځانمرګي برید ذمه واري تحريک طالبان پاکستان منلې وه. رسنيو ته په لېږل شوي بيان کې ويل شوي چې د بريد هدف په هوټل کې د پاکستان د امنتي ځواکونو لوړ پوړي چارواکي وو.

په دې بريد کې د يوه پوليس سرتېري، د هوټل د يوه ساتونکي په ګډون پینځه تنه وژل شوي او يوولس ټپيان شوي وو.

د بلوچسستان د داخله چارو وزير مير ضيا لانګو د تحريک طالبان پاکستان له لوري د بريد ذمه واري اخیستو په هکله وويل، د سي سي ټي وي کېمرو عکسونه يې ترلاسه کړي دي، په پلټنو کې ډېر پرمختګ شوی خو وایي د دې پېښې پلټنې روانې دي چي په دې کې څوک لاس لري، خو وایي تر دې وړاندې چې کومې داسې پيښې شوې دي په هغه کې په ښکاره توګه د هندوستان لاس دی.

په کال 2015م کې پاکستان او چين د سيپېک په نامه د اربونو ډالرو پروژه د نړۍ د تر ټولو قدرتي ژور بندر لرونکي ښار ګوادر څخه پيل کړه.

د دې پروژې پر ضد بلوڅ ملتپاله ګوندونو که سوالونه پورته کړي خو بېلا بېلو بېلتونپاله بلوڅ وسلوالو ډلو په ډاګه د دې پروژې مخالفت کړی او وخت ناوخته يې د سيند ايالت په کراچۍ ښار او د بلوچستان په بېلا بېلو سيمو کې د پروژې پر چيني کارکوونکو وسلوال بريدونه کړي.

د چين د خارجه چاورو وزات د کوټې د سرينا هوټل بريد غندلی او د پاکستان له حکومت څخه يې د پېښې د پلټنو تر څنګ په پاکستان کې د چينايي څارواکو او وګړو د خونديتوب لپاره د ګامونو پورته کولو غوښتنه کړې.

د چين د غوښتنو په هکله د بلوچستان داخله چارو د وزير وويل "چين د پاکستان ورور ملک دی د چينايانو د حفاظت لپاره په ځانګړي ډول انتظامات کوو، دا اوس چې هم کوم بريد شوی دی تر اخري حده پورې يې پلټنې کوو او په دې کې ککړ خلګ به ضرور د قانون منګولو ته سپارو".

څېړونکي او شنونکي د کوټې سرينا هوټل پېښه د چين او پاکستان تر منځ د سيپېک په نامه پروژه باندې بريد بولي او وایي له دې سره به پروژه اغېزمنه شي خو مير ضيا لانګو وايي:

"د چين او پاکستان حکومتونو ته دا معلومه ده چې د دې تر شا د پاکستان دوښمن قوتونو لاس دی، ځکه داسې پېښې د چين او پاکستان حکومت د ځان لپاره يو چېلنج ګڼي او د دې مقابله به کوي، د دې به پر سيپيک يو ډول اثر هم نه وي".

ضيا لانګو وويل د پېښې د پلټنې لپاره يې ځانګړې کمېټه جوړه کړې او د ايالت له اسسټنټ چيف سيکرېټري څخه يې په څلرويشت ساعته کې د پېښې رپورټ طلب کړی دی.

  • 16x9 Image

    حفیظ الله ستوری شېرانی

    حفیظ الله ستوری شېرانی په بلوچستان کې د وي.او.اې ډیوه د خبریال په توګه کار کوي. هغه له بلوچستان پوهنتون څخه په جرنلزم او پښتو ادبیاتو کې ماسټرۍ کړې دي او له تېرو اوو کلونو راهیسې د جرنلزم په میدان کې کار کوي. شپږ کاله یې د پاکستان له (ډان) ټیلیویژن سره د خبریال په توګه کار کړی او په بېلابېلو ورځپاڼو کې یې کالمونه هم لیکلي دي. په بلوچستان کې د ډیوه رېډیو او ټیلویژن لپاره د ملټي مېډیا په برخه کې پر بېلابېلو سیاسي، کلتوري او ټولنیزو موضوعاتو رپوټونه جوړوي.

     

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG