لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د ټي20 وړومبۍ سیالۍ کې پاکستان نیوزیلینډ ته په88 منډو ماتې ورکړې ده


دپاکستان صایم ایوب او فخر زمان 47، 47 منډې جوړې کړې اؤ فهیم اشرف 22، عماد وسیم 16، حارث رؤف 11، کپتان بابر اعظم 9، محمد رضوان 8، شاداب خان 5 او شاہین شاہ اپریدي یوه منډه جوړه کړه
دپاکستان صایم ایوب او فخر زمان 47، 47 منډې جوړې کړې اؤ فهیم اشرف 22، عماد وسیم 16، حارث رؤف 11، کپتان بابر اعظم 9، محمد رضوان 8، شاداب خان 5 او شاہین شاہ اپریدي یوه منډه جوړه کړه

دنیوزيلینډ اؤ پاکستان ترمنځ د ټي 20 کرکټ دسیالیو د لړۍ په وړومبۍ لوبه کې کوربه ټیم پاکستان نیوزیلینډ ته په 88ؤ منډو ماتې ورکړې ده.

دجمعې په ماسخوتن دلاهور په قذافي اسټیدیم کې ترسره شوې دې سیالۍ کې دنیوزیلینډ لوبډله 16م اوو کې د94منډو په جوړولو سوځېدلې ده.

دنیوزیلینډ مارک چیپ تر ټولو زیاتې 34منډې جوړې کړې ، کپتان یې ټام لیتهم په 20، جیمز نیشم په15ؤ اؤ ډیرل مچل په 11و منډو جوړولو وتوانېدو.

دپاکستان له لوري حارث روف دنیوزیلینډ 4،عماد وسیم2 اؤ شاهین اپریدي، زمان خان،شاداب خان اؤ فهیم اشرف یو،یو لوبغاړی وسوځولو.

دلوبې پچه یا پاکستان پاکستان ګټلی ؤ اؤ وړومبی دپاکستان لوبغاړي پخپله میدان ته وتلي وؤ چې په 19 اوورونو اؤ 5ؤ بالونو یې 182 منډې جوړې کړې .

دپاکستان صایم ایوب او فخر زمان 47، 47 منډې جوړې کړې اؤ فهیم اشرف 22، عماد وسیم 16، حارث رؤف 11، کپتان بابر اعظم 9، محمد رضوان 8، شاداب خان 5 او شاہین شاہ اپریدي یوه منډه جوړه کړه.

دنیوزیلینډ له اړخه میټ هینري 3، ایډم ملن او بین لِسټر 2،2 اؤ جیمز نیشم او اِیش سودهي 1، 1 لوبغاړی وسوځولو .

د نیو زيلینډ او پاکستان ترمنځ به د ټي 20 دویمه سیالي په نن دخالي په ورځ او دریمه به په 17م اپریل وي.

د دې ترڅنګ به دوه ټي20 سیالۍ په20م او 24م اپریل د پېنډۍ په سټیدیم کې کیږي.

د دواړو لوبډلو ترمنځ د یو ورځنیو لوبو د لړۍ دوه سیالۍ په 27 او 29م اپریل د پېنډۍ اسټیدیم کې اېښودل شوې دي چې له هغې وروسته به دواړه لوبډلې نورې پاتې درې لوبې د کراچۍ په ملي اسټيډیم کې کوي.

د کراچۍ دسیالیو لپاره د مئ دمیاشتې دویمه،دریمه اؤ اوومه نېټه ټاکل شوې ده.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG