د ترهګرو په مالي سرچينو او دغیرقانوني پېسو په لېږد دڅار نړیوالې ادارې ایف ای ټي ایف څلور ورځنۍ غونډه سبا نه د جرمني سرښار برلن کې پېل کېږي او پاکستاني چارواکي ترې ښې هېلې لري خو څېړونکي وايي پاکستان ته به د ایف ایي ټي ایف د خړ فهرست څخه وتلو لپاره تر اکتوبر میاشتې انتظار کول وي.
پاکستان د کال 2018م راهیسې د ترهګرو د مالي مرستو او پېسو د غېرقانوني ترسيل د څار دنړیوالې ادارې اېف ای ټي ایف په خړ فهرست کې شامل دی.
تور فهرست ته د لویدو څخه د بچ کېدو لپاره پاکستان ته يو 27 نکاتي کاريز پلان هم ورکړی شوی ؤ چې پکې د ترهګرو د مالي سرچينو وچول او د پېسو د غېرقانوني ترسيل د مخنیوي لپاره ځنې قانوني او انتظامي ګامونه اخستل شامل وو.
دپاکستان ځایي ټى وي چېنل آج نیوز د پاکستان د سرکاري منابعو له خولې وايي دا ځل په ایف ای ټي ایف کې د پاکستان پوزیشن ښه دی او امکان ښودل کیږي چې له دې غوندې څخه به پاکستان ته غوره خبر ترلاسه شي.
دا لومړۍ ځل دی چې د فناننشنل ایکشن ټاسک فورس غونډه په فرانس کې د تنظيم د مرکز پرځائ د جرمني سرښار برلن کې کېږي.
د پاکستان لخوا د فناننشنل اېکشن ټاسک فورس سره د مذاکراتو په پلاوي کې شامل د فناننشنل مانيټرنګ يونټ ډاېریکټرجنرل لبنا فاروق مطبوعاتو ته ویلي که د پاکستان د خړ فهرست څخه د وتلو پرېکړه وشي نو بیا به هم د پاکستان مخې ته يو شمېر پړاونه پراته وي.
هغه وايي تر اوسه پورې د پاکستان خبرې ښې روانې دي او له دې زيات څه نه شي ویلی.
اسلام اباد کې د څېړنيزې ادارې اېس ډي پي اى اېګزیګټيو ډاېریکټر عابد قيوم سلهرى ډيوه ته ویلي پاکستان اوس سپين نوملړ ته راوستل پکار دي او زياتوي که داسې کېږي نو دا به د هېواد د اوسني اتحادي حکومت لپاره لويه لاس ته راوړنه وي.
هغه وايي د پاکستان لپاره وروستۍ غټه ستونزه د لاقانونه تندروه مذهبي ډلې جماعت الدعوه د مشر حافظ سعید نيول وؤ، هغه ته د ترهګرۍ د مالي مرستو په تور کې عدالت سزا ورکړې ده او نوموړی اوس په جېل کې بنديوان دی.
ښاغلی عابد قيوم بيا وايي نور د پاکستان په خړ فهرست کې د ساتلو هېڅ جواز نشته ولې چې پاکستان د هغو لا قانونه تر هګرو ډلو پرضد هم عملیات کړي کومې چې د ملګرو ملتونو د امنیتي شورا د بندېزنو په فهرست کې شاملې وې.
ځایي مطبوعات د پاکستان د ځینو سرکاري سرچینو له قوله هيلې ښي چې سږ کال به د فنانشنل اېکشن ټاسک فورس يو پلاوی د پاکستان سفر کوي او د اکتوبر په میاشت کې ددغه ادارې د کاريزې غونډې وروسته به د پاکستان نوم د خړ فهرست نه ویستل کېږي.
د فنانشنل اېکشن ټاسک فورس په پرمختګونو نظر لرونکی خبرېال شهباز رانا ډيوه ته وايي پاکستان په 27 نکاتي کاريز پلان عمل کړی او دا په وروستیو کې چې ورته بل کوم دوېم 7 نکاتي کاريز پلان سپارل شوې وو نو په هغې هم کار روان دی.
هغه وايي د فنانشنل ایکشن ټاسک فورس په تېرو دوؤ غونډو کې هم د پاکستان پرمختګ منل شوی دی.
سږکال د مارچ په میاشت کې د فنانشنل ایکشن ټاسک فورس د پاکستان په اړه د اېشيا پسفک ډلې د رپورټ ارزونه کړې وه او تنظیم په خپل بيان کې ويلي وؤ چې پاکستان د کال 2018م په 27 نکاتي کاريز پلان کې په 26 نکتو عمل بشپړ کړې دې.
د پاکستان د تجارت وزیر سيد نويد قمر هم تېره میاشت د يورپ د مهمو هېوادونو سفر کړی ؤ او نوموړي په ایف ای ټي ایف کې د پاکستان د دريځ په اړه دغه هېوادونه د پاکستان ملاتړ ته د اماده کولو هڅې کړې وې.
هم دا راز د جرمني خارجه وزېرې انالينا بېربوک هم په دې وروستو کې د پاکستان سفر کړی ؤ.
د فنانشنل ایکشن ټاسک فورس صدارت دا وخت د جرمني په لاسونو کې دی.
عابد قيوم سلهرى وايي که پاکستان د فنانشنل اېکشن ټاسک فورس د خړ فهرست څخه اوځي نو دې سره به په نړيواله ټولنه کې د پاکستان انځور ښه او په هېواد کې به نړیوالې پانګونې سېوا شي.