لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

لیبیا کې د کشتۍ چپه کېدو پېښې په سر پاکستان کې یوانساني اسمګلر ته د 20 کالو بند سزا اورول شوې 


د پاکستان د پنجاب ایالت یوې ځایي محکمې په لیبیا کې د کشتۍ چپه کېدو په پېښه کې ککړ یو انساني اسمګلر یا قاچاقبر ته د جرم په ثابتېدو د 20 کالو د بند سزا اورولې ده.

د پاکستاني رسنیو د رپورټونو له مخې د شهزاد الهي په نوم دغه انساني قاچاقبر ته سزا دخالي یا شنبې په ورځ د پنجاب د ګوجرانوالا سیمې ځانګړي جج محمد نعیم اورولې ده.

په شهزاد الهي تور ؤ چې هغه د پنجاب د سیالکوټ سیمې یو اوسیدونکي احسن نه اټلي ته د بوتلو لپاره 24 لکه روپۍ اخستې وې اؤ ژمنه یې ورسره کړې وه چې هغه به په هوایي جهاز کې اټلي ته لیږي.

د استغاثې له مخې له پیسو اخستلو وروسته دغه انساني اسمګلر احسن نومې تن لیبیا ته لیږلی ؤ اؤ بیا یې اټلي ته د لېږلو لپاره یوه کشتۍ کې سپور کړی ؤ خو کله چې دغه کشتۍ اټلي ته روانه وه نو د یونان په سمندر کې ډوبه شوې وه اؤ د نورو لسګونو کسانو تر څنګ پکې احسن هم مړ شوی ؤ.

وروستو د پاکستان د پلټنو مرکزي ادارې ایف آی ای شهباز الهي اؤ ګڼ شمیر نور انساني قاچاقبران نیولي وؤ اؤ مقدمې یې پرې جوړې کړې وې.

عدالت کې د مقدمې اورېدنې په مهال شهزاد الهي د خپل جرم له منلو انکار کړی دی.

د 20 د قید ترڅنګ عدالت هغه ته د 14 لکو روپو د جرمانې سزا هم اورولې ده.

تېرکال د جون په میاشت کې د یونان په سمندر کې د کشتۍ چپه کېدو په دغه پېښه کې د دولسو پاکستاني وګړو په شمول د 82 کسانو مړي موندل شوي وؤ اؤ 104 کسان نور ژغورل شوي وؤ.

هغه مهال مطبوعاتو ویلي وؤ چې په کشتۍ کې 750 پورې کسان سواره وؤ چې زیاتره پکې په سمندر کې ډوب شوي اؤ مړه شوي وؤ.

تر دغه پېښې وروسته د پاکستان د پلټنو د مرکزي ادارې د اسلام اباد زون ډایریکټر رانا عبدالجبار ویلي وؤ د پېښې په تړاؤ پاکستان کې د وفاقي حکومت په امر تر 29 پورې هغه مشکوکه کسان نیول شوي چې په انساني قاچاق کې ککړ دي.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:54 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG