لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

دعسکر په وژنه هند ته دپاکستان احتجاج


د هندوستان عسکر کشمیر کې د گزمې په مهال
دپاکستاني پوځ دمطبوعاتي څانګې يا ائي ايس پي ار لخوا جاري شوي يو لنډ بيان کې وئيل شوي دي چې پاکستان کشمير کې دهندي پوځ په ډزودخپل عسکر په وژنه هند ته احتجاج کړى دى.
دائي ايس پي ار ترمخه دپاکستاني پوځ ډائريکټر ملټري اپريشن دخپل هندي سيال سره دشورو په سحر په نهه بجې تماس نيولى او دنهې په شپه يې دهندي پوځ په پاريدلو ډزو دخپل يو پوځي نائيک اشرف په وژنه هغه ته احتجاج کړى دى.
دبيان ترمخه دغه پيښه دپاکستان او هند ترمينځ دلانجمنې سيمې کشمير دويشونکې کرښې( لائن اف کنټرول ) دتته پاني په جندروټ سيکټر کې رامينځته شوې ده.
دهند لخوا په فوري ډول دپاکستاني پوځ ددغه ادعا په اړه کوم غبرګون مخې ته نۀ دى راغلى، خو دروانې مياشتې دپيل څخه دواړه هيوادونه په يو بل په لا ئن اف کنټرول داوربندۍ دتړون دخلاف ورزۍ تورونه لګوي.
کشمير کې په پوله دډزو ددغو پيښو وروستو دواړو هيوادونو په سفارتي کچه يو بل ته داحتجاجونو ترڅنګ پاکستاني او هندي پوځي کمانډرانو هم رابطې کړي دي.
يوه ورځ وړاندې دهند وزيراعظم منموهن سنګهـ وئيلي وؤ دهغه هيواد ددغو پيښو دملګرو ملونو دعسکري مبصرې ډلې څخه دپلټنو لپاره تيار دى او هغه وئيلي وؤ چې پاکستان سره دپخوا پشان اړيکې نۀ شي ساتل کيدى.
XS
SM
MD
LG