په پاکستان کې د وکيلانو اتحاديې (پاکستان بار کونسل) د تحریک انصاف د حکومت هغه پرېکړې غندلي چې د پوځ د مشر جنرل قمر جاوېد باجوه د نوکرۍ د مودې غځولو دپاره يې بدلولونه کړي اود پخواني پوځي امر پروېز مشرف د قضيې د فېصلې ودرولو دپاره يې عدالت ته خواست کړی دی.
پاکستان بار کونسل د تحریک انصاف د حکومت د يادو پرېکړو پرضد نن په ټول ملک کې په عدالتونو کې د نه حاضرېدو کاربنديز هم کړی دی.
پاکستان بار کونسل ويلي د تحریک انصاف د حکومت دا پرېکړه غندي چې د پوځ د مشر جنرل قمر جاوېد باجوه د نوکرۍ د مودې غځولو په حکمنانه کې ورته سترې محکمې غلطۍ ور په ګوته کړي او له هغې وروسته يې په اړونده قوانينو کې بدلون کړی دی.
په پاکستان کې وکيلان کاربنديز او د عدالتونو څخه بايکاټ په داسې حال کې کوي چې د پوځي مشر جنرل قمر جاوېد باجوه د نوکرۍ د مودې غځولو پرضد خواست باندې نن په درېمه ورځ په ستره محکمه کې اورېدنه روانه ده.
وکیلانو د تحریک انصاف د حکومت د دې پرېکړې پرضد هغه وخت کاربنديز اعلان کړی او د تورې ورځې نمانځلو يې ويلي ؤ کله چې حکومت د اګست په مياشت کې د جنرل قمر جاوېد باجوه د نوکرۍ د مودې د نورو درېو کالو دپاره د غځولو پرېکړه کړې وه.
وکيلانو ويلي ؤ دوی د پوځي مشر پرضد نه دي بلکې دوی غواړي چې د شخصيتونو په ځای دې ادارې پياوړې کړی شي.
بار کونسل د حکومت دغه پرېکړه هم رد کړې او غندلې چې د پخواني پوځي امر پرضد د غدارۍ د قضيې د فېصلې اورولو دپاره يې اسلام اباد هایکورټ ته خواست کړی چې دغه فېصله دې د اورولو څخه ودروي.
وکيلانو ویلي دوی به د حکومت د دې غېر ائيني پرېکړو پرضد احتجاج کوي.