لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د کرکټ نړيوال کپ وارم اپ سیالۍ: پاکستان د 345 رنزونو باجود د نیوزي لېنډ نه لوبه وبايلله


د پاکستان لومړۍ سيالي په شپږم اکتوبر د نېدرلېنډ د لوبډلې سره او د افغانستان کرکټ لوبډلې لومړۍ سيالي په اووم اکتوبر د بنګله دېش سره ټاکل شوې ده
د پاکستان لومړۍ سيالي په شپږم اکتوبر د نېدرلېنډ د لوبډلې سره او د افغانستان کرکټ لوبډلې لومړۍ سيالي په اووم اکتوبر د بنګله دېش سره ټاکل شوې ده

د کرکټ نړيوال کپ، جام 2023 د وارم اپ سياليو په لړۍ کې پاکستان د 345 رنزونو باجود د نیوزي لېنډ لوبډلې نه ماتې خوړلې ده.

سيالي د هند په حېدر اباد دکن ښار کې شوې ده. پاکستان د سيالۍ پچه/ ټاس ګټلی او لومړی بېټنګ یې کړی دی.

پاکستانۍ لوبډلې په 50 اوورونو کې په پينځه لوبغاړو سوځېدو 345 رنزونه جوړ کړي وو.

محمد رضوان 103، بابر اعظم 80 او سعود شکيل 75 رنزونه جوړ کړي وو.

خو د نيوزي لېنډ لوبډلې ټاکلی هدف په 44م اوور کې په پينځه لوبغاړو سوځېدو پوره کړی او سیالي یې ګټلې ده.

په ټولنيزو رسنیو د پاکستان په بالرانو او فيلډنګ نیوکې شوي چې پاکستان د بالینګ او فيلډنګ د لاسه سيالي بايللې ده.

پاکستانۍ لوبډله به د وارم اپ دويمه سيالۍ کې په درېم اکتوبر د اسټريليا سره مخامخ کيږي.

د کرکټ د نړیوال جام 2023 رسمي سيالۍ به په هند کې د اکتوبر په پينځمه پېل کيږي.

د نړیوال جام لومړۍ سیالي به پينځم اکتوبر د انګلېنډ او نيوزي لېنډ کرکټ لوبډلو ترمنځ کيږي.

د پاکستان لومړۍ سيالي په شپږم اکتوبر د نېدرلېنډ د لوبډلې سره او د افغانستان کرکټ لوبډلې لومړۍ سيالي په اووم اکتوبر د بنګله دېش سره ټاکل شوې ده.

د پينځم اکتوبر څخه پېلېدونکي نړیوال جام پايلوبه، فاينل به په 19م نومبر وي.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG