لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

شهباز شریف: کچکول مو مات کړی، اوس تجارتي اؤ اقتصادي مرستې ته ارزښت ورکوؤ


File Photo
File Photo

د پاکستان وزیراعظم ښاغلي شهباز شریف ویلي، مونږ کچکول مات کړی اؤ اوس تجارتي اؤ اقتصادي مرستې ته ارزښت ورکوؤ.

د سرمایه کارۍ د اسانتیاؤ د کونسل لسمه غونډه د خالي‌ په ورځ اسلام اباد کې د وزیراعظم شهباز شریف په مشرۍ ترسره شوې چې پکې د پوځ مشر جنرال عاصم منیر،د څلورو واړو صوبو اعلا وزیرانو اؤ نورو لوړ پوړو چارواکو برخه اخستې.

د ځانګړې سرمایه کارۍ د اسانتیاؤ د کونسل(ایس آي ایف سي) غونډې ته خپله وینا کې وزیراعظم شهباز شریف ویلي دهیواد عسکري مشرتابه هم د سرمایه کارۍ په وده کې مهم کردار لوبولی اؤ پوځي اؤ سول افسران ملک کې د سرمایه کارۍ په اړه په ګډه کار کوي.

شهباز شریف غونډې ته خپله وینا کې ویلي چې په دې وروستیو کې یې سعودي عرب اؤ‌ متحده عرب اماراتو ته سفرونه کړي اؤ د متحده عرب امارات سفر یې سودمن ثابت شوی.

هغه ویلي چې متحده عرب اماراتو پاکستان کې د 10 اربه ډالرو د سرمایه کارۍ کولو اعلان کړی اؤ سعودي هم باور ورکړی چې پاکستان کې به سرمایه ګزاري کوي.

پاکستان له دې وړاندې هم وخت په وخت د سعودي عرب او متحده عرب امارات له خوا په هېواد کې د بيلينونو ډالرو د سرمايه کارۍ دعوې کړي خو لا تر دې دمه نه دي عملي شوي۔

د اقتصادي چارو پوهان وايي د يادو هیوادونو په پاکستان کې د سرمايه کارۍ وروستۍ ژمنې ځکه نه دي پوره شوي چې د پاکستان آي ايم ايف سره د پور پروګرام د ځنډ ښکار و او هېواد د سياسي او اقتصادي بې ثباتۍ سره مخ ؤ۔

وزیراعظم شهباز شریف ویلي، د وخت په تېرېدو سره د ایس آي ایف سي ارزښت سیوا کیږي اؤ ددې غوره کارکردګۍ د ناقدینو خولې بندې کړې دي.

نوموړي زیاته کړې ده چې د زرعي ملک د پېداوار زیاتولو لپاره به محنت کول وي اؤ پېغلو اؤ زلمو ته د آي ټي په څانګه کې موقعې ورکول یې اولیت دی.

هغه ویلي چې په ملک کې د کهربونو روپو پټې خزانې پرتې دي چې هغې نه به پاکستان ته ګټه پورته کول وي اؤ زیاته یې کړه چې د ریکوډک په پروژه ایس آي اف سي غوره کار کړی دی.

هغه زیاته کړې ده چې ایس آي ایف سي یوازې د پاکستان د پوځي افسرانو نوم نه دی بلکې په دې کې د څلورو واړو صوبو اعلان وزیران اؤ مرکزي وزیران هم شامل دي.

د پاکستان د بهرنيو چارو وزير اسحاق ډار د اپريل په 16مه د یوې خبري غونډې پرمهال ويلي وؤ چې سعودي عرب به د پاکستان په په بېلا بېلو شعبو کې د 5 بيلينه ډالره سرمايه کاري کوي۔

له دې وړاندې د پاکستان تېر نګران وزيراعظم انوار الحق کاکړ ويلي وو چې سعودي عرب او عرب امارات به د 50 اربو ډالرو په دې هېواد کې انوسټمنټ کوي خو دغه دعوې لا تر دې دمه نه دي عملي شوې۔

د اقتصادي چارو پوهان وايي د متحده عرب امارات له خوا په پاکستان کې د دغې سرمايه کارۍ سره به په هېواد کې د پېسو چلن سېوا شي او خلکو ته به د سرمايه کارۍ کولو زمينه برابره شي۔

پېښور پوهنتون کې د اقتصادي چارو کارپوهه ډاکټر محمد هاشم خان وایي"چې دا انویسټمنټ راشي نو مطلب دا چې تاسو په سسټم کې نوې پېسې داخل کړې، پروژې به جوړېږي، انفراسټرکچر به جوړېږي نو هم دغه خلک به راځي په دې کې به خپله برخه هم اچوي او اوچتوي به يې ترې هم".

هغه وایي "که مونږ هغه خلکو ته وګورو چې د پاکستان نه تښتېدلي دي نو هغوي خو په دې وړو وړو خبرو بېرته راتلل ناممکنه ده خو چې کوم خلک په پاکستان کې دي نو د هغوی دپاره به څه نه څه فايده وکړي".

د اقتصادي چارو پوهان وايي که چرې پاکستاني واکمن د دې سرمايه کارۍ نه په سمه توګه ګټه پورته کول غواړي نو په تګلارو کې به ورته اصلاحات کول وي۔

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG