لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستاني مذهبي تندروه مظاهرچیانو د مرکزي وزیر په کور حمله کړی


محمد اکرام

پاکستاني میډیا وايي د تندروه مذهبي ډلې تحریک لبیک یا رسول الله او نورو مذهبي ډلو مسرستیالانو د پاکستان د مذهبي چارو مرکزي وزیر زاهد حامد په کور برید کړی دی.

د زاهد حامد په کور دا حمله پداسې حال شوې چې حکومت په اسلام اباد کې د دوه اونیو راهسې په احتجاج ناست د دغه مذهبي تندروه ډلې (تحریک لبیک یا رسول الله)احتجاج کونکو پرضد د خالي په ورځ عملیات شروع کړل.

میډیايي رپورټونه وایي د پنجاب سیالکوټ ښار سره نزدې د پسرور په سیمه کې د سلو نه زیاتو کسانو د زاهد حامد په کور حمله کړې او ورته يې زیان رسولی.

د نوموړي د کور په حفاظت ولاړ د لسو پورې امنیت ساتونکو کې ګڼ شمیر په حمله کې ژوبل شوي چې د هغې ورستو نور امنیتي ځواکونه راغوښتل شوي. پولیسو په حمله کې ککړ د لسو نه زیات مظاهره چیان نیولي هم دي. د قهرجنو مذهبي تندروه کسانو د حملې په وخت د قانون وزیر او د هغه د کورنۍ غړي په کور کې موجود نه وو.

د پاکستان یو شمیر شخصي ټي وي چینلو تر مخه قهرجنو مظاهره چیانو د داخله چارو پخواني وزیر چوهدري نثار علي خان په کور هم حمله کړې خو امنیتي ځواکونو مظاهرچیان کنټرول کولو کې کامیاب شوي دي.

ددې ترڅنګ د واکمن مسلم لیګ نون د قامي اسمبلۍ غړی جاوید لطیف د پنجاب شیخوپوره کې مظاهرچیانو ته د وینا کوشش کولو په وخت ژوبل شوی. په دغه حمله کې د نوموړي د امنیت مشر او یو ځايي کونسلر هم ژوبل شوي دی.

د خالي په ورځ د پاکستان سر‍‍ ښار اسلام اباد سره پیوست فیض اباد انټرچینج کې په احتجاج د بوختو تندروه مذهبي فعالینو په ضد بلاخره امنیتي ځواکونو عملیات پیل کړي. د دواړو خوا ترمینځ پیل شوې سخته نښته کې په لسګونو امنیتي عسکر اؤ مظاهرین ژوبل شوي دي.

دغه مظاهرین دتیرو شلو ورځو راهسې فیض اباد انټرچینج کې په احتجاج بوخت وؤ اؤ ټولې لارې یې تړلې وې.

مظآهرینو غوښتنه کوله چې دختم نبوت په اړه دستوري لوړه یا حلف نامه کې په بدلون دې دقانون مرکزي وزیر مستعفي شي اؤ هاغو ټولو کسانو ته دې سزا ورکړل شي چې دغه کار کې لاس لري.

اسلام اباد هائیکورت ددغه احتجاج دختمولو امر کړی ؤ چې له هغې وروسته څو ځل حکومت دمظاهرې مشرانو ته دخپل احتجاج ختمولو دپاره مهلتونه ورکړي وؤ خو هغوئ ددغه احتجاج ختمولو نه ډډه کوله.

سرچینې وایي دخالي دورځې دسحر اوو بجو مهلت ختیمید سره سم دسحر په توره خړه کې خواوشا اته زره دپولیس ،ایف سي اؤ رینجرز ځواکونه فیض اباد انټرچینج ته رسیدلي اؤ په دغو مظاهرینو یې د اوښلن ګاز اؤ د ربړ ګولۍ ورولي دي.

دسیمې څخه دترلاسه شوؤ اطلاعاتو له مخې په لمړي سر کې امنیتي ځواکونو د څلورو واړو اړخونو نه مظاهرین په ګیره کې اخستي اؤ هغوئ یې په تیښته مجبور کړي وؤ خو وروسته چې کله پولیسو سره دګاز ګولۍ ختمې شوې نو مظاهرین بیا راغونډ شوي اؤ په پولیس یې د کاڼو ګزارونه پیل کړي دي

سرچینې وایي په لمړي سر خواره شوي مظاهرین چې کله بیا فیض اباد کې راجمع شول نود”الله اکبر” نعرې یې پورته کولې اؤ ځایې پځایې په سړکونو اورونه بلؤل.

سرچینې ددغو مظاهرینو شمیره د ۱۷۰۰ څخه نیولې تر ۲۰۰۰ پورې ښایي اؤ وایي چې په پولیسو د لیندو په ذریعه کاڼي وروي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 2:02:16 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG