لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د قانون وزیر د جنرل باجوه د ملازمت غزولو د مقدمې لپاره استعفی ورکړه او کابینې په پوځي قانون کې بدلون راوست


واشنګټن ــــ د پاکستان د قانون مرکزي وزیر په داسې وخت کې له خپلې څوکۍ استعفی ورکړې چې د هېواد سپریم کورټ د پوځ د مشر د ملازمت غزولو په اړه امر ځنډولی، بل لور ته مرکزي حکومت په دې اړه خپل امر اخیستی او صدر ته یې د نوې سمرۍ د لېږلو لپاره په پوځي قانون کې بدلون راوستی.

د سپریم کورټ تر نننۍ اورېدنې وروسته د تحریک انصاف ګوند مرکزي کابینې بیړنۍ غونډه وکړه او له هغه وروسته د پاکستان د اورګاډو مرکزي وزیر شیخ رشید خبري غونډې ته وویل:

"د قانون مرکزي وزیر نسیم فروغ د کابینې په غونډه کې وزیراعظم عمران خان ته خپله استعفی ورکړه چې وايي هغه منظوره کړه. هغه به تر استعفی وروسته سبا [د اکتوبر 27مه] په عدالت کې د جنرل باجوه د مودې غزولو مقدمه چلوي".

خبري غونډې ته په وینا کې مرکزي وزیرانو شیخ رشید او شفقت محمود په ټینګار سره وویل، چې دا مهال په پاکستان کې "غیرمعمولي" حالات دي او وایي پاکستان له هند سره په داسې حالت کې دی چې کله هم څه شخړه پېښېدای شي. شفقت محمود وویل په داسې حالاتو کې باید د پوځ د مشر د ملازمت موده و غزول شي:

"د پوځي نوکریو د قانون په 255مه ماده کې د پوځي مشر د ملازمت د غزولو ذکر شته، نن عزتمن عدالت ویلي چې په دې قانون کې د وخت زیاتولو ذکر نه شته، نو نن وفاقي کابینې په 255مه ماده کې بدلون راوست او د "ایکسټینشن [د وخت غزولو]" توری یې ور زیات کړ".

د تحریک انصاف مرکزي وزیرانو وویل، د کابینې ټولو غړو نن په ګډه د پوځ د مشر د مودې غزولو په اړه د وزیراعظم عمران خان د پرېکړې تایید وکړ، خو وایي په دې اړه یې پخوانی امر بیرته واخیست او اوس به نوی امر د وروستۍ منظورۍ لپاره صدر عارف علوي ته استوي. شیخ رشید وویل:

"دا خبره چې 11 وزیرانو د وزیراعظم پرېکړه تایید کړې او ځینو نه ده تایید کړې، د کابینې قوانین او تګلاره ډېره صفا ده، چې کومه سمرۍ کابینې ته وړاندې کېږي کوم غړی چې ترې انکار نه کوي هغه اقرار ګڼل کېږي".

د اورګاډو مرکزي وزیر شیخ رشید وویل، د تحریک انصاف حکومت څه نوی کار نه کوي بلکې د پاکستان د پوځ د پخوانیو مشرانو جنرل پروېز کیاني، جنرل ضیاوالحق او ایوب خان د ملازمت مودې هم غزول شوې دي او وایي په داسې وخت کې د جنرل باجوه موده غزول کېږي چې د هند وزیر پر کشمیر د قبضه کولو ګواښونه کړي دي.

مرکزي وزیرانو په پریس کانفرس کې دا تاثر رد کړ چې ګواکې د قانون مرکزي وزیر له وزیراعظم عمران خان سره د خفګان په بنیاد استعفی ورکړې او ویې ویل هغه د جنرل باجوه د مودې غزولو په اړه مقدمه د وزیر په توګه نه شي چلولای، ځکه یې استعفی ورکړه خو وایي کېدای شي د مقدمې تر فیصلې وروسته هغه بیرته په کابینه کې د وزیر په توګه واخیستل شي.

د پاکستان سپریم کورټ د نهې- سه شنبې په روځ د جنرل باجوه د مودې غزولو سرکاري حکمنامه وځنډوله او د نومبر د 27مې د اورېدنې لپاره یې د پوځ مشر، مرکزي حکومت او د دفاع وزارتونو ته خبرتیاوې ولېږلې.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG