لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

سپریم کورټ دې په راو انوار باندې د ۴۴۴ کسانو د وژنو د تورونو پلټنې وکړي


د مدني ټولنې فعالانو او وکيلانو سپريم کورټ ته خواست کړی چې په کراچۍ کې د راؤ انوار د لاسه د ۴۴۴ تورنو وژنو د پلټنو دپاره دې يو پراخه کمېشن جوړ شي چې په مقابلو کې د وژنو اصليت مالوم کړي.

سپريم کورټ ته دا خواست د نقيب مسيد د پلار وکيل فېصل صديقي، وکيل او فعال جبران ناصر، جمشېد رضا خان او نورو کړی دی.

په خواست کې عدالت ته ويل شوي راؤ انوار په مقابلو کې د عدالت پرته ۴۴۴ تورنې وژنې کړي دي، د سپريم کورټ يا هايکورټ په مشرۍ دې ازاد کمېشن جوړ کړی شي چې د دغو تورنو مقابلو پلټنې وکړي.

غوښتنه شوې په کمېشن کې دې د مدني ټولنې فعال او پوهان هم شامل کړی شي.

ويل شوي کمېشن دې د راؤ انوار د لاسه د تورنو وژنو په اړوند د سيند صوبې د حکومت څخه هم مالومات وکړي او د دې اړونده ټول اړخونه دې وګوري او بيا دې د عدالت پرته وژنو د مخنيوي دپاره ګامونه هم پورته کړی شي.

په راؤ انوار د جعلي مقابلو او عدالت پرته وژنو تورونه هغه وخت ولګېده چې تېر کال هغه د نقیب مسید سره د درې نورو کسانو په يوه پوليس مقابله کې د وژنو ادعا کړې او ويلي يې ؤ ترهګر یې وژلي دي.

خو د پوليس خپلې پلټونکې ډلې دغې مقابلې ته جعلي ويلي او د نقيب مسید پلار بيا د راؤ انوار او هغه سره په مقابله کې شامله ډله باندې مقدمه درج کړې وه.

د نقيب د وژنې د مقدمې پلټونکي پوليس افسر اېس اېس پي ډاکټر رضوان احمدخان نزدې دوه اوونۍ وړاندې سيند هايکورټ ته په جمع کړي رپوټ کې خواست کړی ؤ چې په مقدمه کې کوم ملزمان په ضمانت خوشي دي د هغو ضمانت دې ختم کړی شي.

په ياده مقدمه کې د راؤ انوار په ګډون پينځه تنه په ضمانت خوشي دي، شپږ بندي دي او اووه مفروران دي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG