دخالي په ورځ دپيښورديو مصروف بازار شاهين بازار سره نزدې په يوجومات کې بمي چاؤدنې له امله لږ ترلږه 6 کسان مړۀ اؤ30 نور ژوبل شوي دي.
دغه چاؤدنه دمحله باقر شاه په جومات کې دايښودل شوؤ بارودو دچاؤديدو له امله ترسره شوې ده.
دپوليسو وينا ده بارود دجومات دمحراب سره ايښودل شوي وؤ اؤ کله چې نمونځ گزار دغرمې نمونځ ته اودريدل نو چاؤدنه پرې وشوه.
دپيښور ښار دپوليسو مشر خالد همداني چاؤدنه کې دشپږو کسانو دوژل کيدو اؤ30ؤ نورو دژوبل کيدو پخلى کړى دى.
دبمونو شنډونکي پوليس وائي په چاؤدنه کې دڅلورو څخه پينځوؤ کلو گرامو پورې چاؤديدونکي مواد کارول شوي دي.
دچاؤدنې سره سم مرستندويه کارمندان اؤ امنيتي ځواکونه دپيښې ځايې ته ورسيدل اؤ دپيښې سيمه يې په محاصره کې واخسته.
په دغه پيښه کې ژوبل کسان دپيښور ليډي ريډنگ هسپتال ته رسول شوي ، چې دهغوي دجملې څخه هم ددوؤ کسانو حالت مرگونى ښودل کيږي.
دخيبرپښتونخوا وزيراعلي اميرحيدر خان هوتي اؤ گورنرانجنئير شوکت الله خان ددغې چاؤدنې په سختو ټکو کې غندنه کړې اؤ وئيلي يې دي په جومات کې نمونځ ته گزار مسلمانان په نخښه کول دمسلمان کار نۀ شي کيدى.
بايد وويل شي په پاکستان کې له دې وړاندې هم گڼ شمير جوماتونه ، حجرې اؤ بازارونه په نخښه کړل شوي ، چې پکې په سوونو وگړو خپل ژوند دلاسه ورکړى دى.
ددغه اوسنۍ چاؤدنې پړه تر دې مهاله کومې تندروه ډلې په غاړه نۀ ده اخستې