لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په اټالیه کې د غېرت په نوم د لور په وژنه کې مطلوب تن د پاکستان نه اټالیه ته لېږل شوی


سبیرعباس د اټالیه پولیس په ولقه کې لیدل کېږی
سبیرعباس د اټالیه پولیس په ولقه کې لیدل کېږی

د اټاليي د انصاف وزارت ویلي یو تن چې خپله ۱۸کلنه لور يي وژلې او په اټالیه کې مطلوب وو، له پاکستانه اټاليي ته لیږل شوی چرته چې به هغه عدالت ته وړاندې کیږي.

شبیر عباس د پاکستان په ختیځه برخه کې د تیرکال نومبر په میاشته کې د خپلې لور سمن عباس د وژلو په تور نیول شوی وو. سمن عباس د دې نه انکار کړی وو د پلار اومور په خوښه د واده وکړي او نه يي غوښتل چې پاکستان ته لاړه شي. د کال 2021 اپریل له میاشتې څخه سمن بی درکه شوه.

د اټالیي د انصاف وزیر کارلونورډیو په جاري شوي بیانیه کې ویلي "دا د یو بوږنونکي جرم ورستو د انصاف تقاضې پوره کولو په خاطر اخستل شوی یو قدم دی."

هغه زیاته کړه چې مشکوک تن د اټالیي په لور روان کړی شوی.

د بی در که کیدلو یو کال ورستو د سمن مړی په شمالي اټالیه کې د نوویلاره ښارګوټي کې اوموندل شو او پېژندګلو د هغې د غاښانو څخه وشوه. سرکاري وکیل وايي د هغه کورنۍ ته چې کله معلوم شوه چې هغې په اټاليي کې د ژوند ملګری لره نو ډیره زیاته په دغې قهرجنه شوه.

د یو خیرښیګړې په ځاۍ کې د اوسیدلو په وخت هغه خپل کور ته ځينې اسنادو پسې تلې وه چې د خپل کور والو ووژله. پلار يي د لور په وژنه کې د انکار نه انکار کوو. ددې جینۍ تره سره د خپل د تره بچو د فرانس څخه عدالت ته وړاندې کولو لپاره لیږل شوي وو.

یادونه: د دې خبر معلومات د روېټرز خبري ادارې نه اخیستل شوي دي

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG