لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په غزه د اسرایل پراخېدونکو حملو له امله په زرګونو فلسطینیانو په رفح ښار کې پناه اخیستې


د فلسطیني کډوالو دپاره د ملګرو ملتونو د ادارې د مواصلاتو مشر جولېیټ توما وویل په رفح کې کډوال هر خالي ځای چې مومي په کې سپرونه جوړوي،‌ ځینې خلک په موټرو او ځینې خلک د شین اسمان دلاندې وخت تېروي
د فلسطیني کډوالو دپاره د ملګرو ملتونو د ادارې د مواصلاتو مشر جولېیټ توما وویل په رفح کې کډوال هر خالي ځای چې مومي په کې سپرونه جوړوي،‌ ځینې خلک په موټرو او ځینې خلک د شین اسمان دلاندې وخت تېروي

په غزه کې د حماس خلاف د اسرایل د پراخېدونکو حملو له امله په زرګونو فلسطینیانو په جنوبي ښار رفح کې پناه اخیستې او د ملګرو ملتونو د شمېرو ترمخه د ښار ابادي درې چنده زیاته شوې او 850,000 کسانو ته رسېدلې ده.

د فلسطیني کډوالو دپاره د ملګرو ملتونو د ادارې د مواصلاتو مشر جولېیټ توما وویل په رفح کې کډوال هر خالي ځای چې مومي په کې سپرونه جوړوي،‌ ځینې خلک په موټرو او ځینې خلک د شین اسمان دلاندې وخت تېروي.
په رفح کې زیاتره اوبه خیچنې دي، د صفايي نظام تباه شوی او غسل خانې یا تشنابونه ناپېده دي.

د جګړې دلاسه خان یونس ښار نه رفح ته ګډه شوې مېرمن دلیا ابو صمندنه وویل په کورنۍ کې یر تن څه نه څه ناروغۍ وهلی، په یو کور کې 49 کسانو پناه اخیستې، خوراک نه لري او زیاتره وخت په اوچه ډوډۍ او په چایو تېروي.

په غزه کې د صورتحال په اړه د ملګرو ملتونو د چارواکو دریځ

د فلسطیني کډوالو دپاره د ملګرو ملتونو د ادارې مشر فلېپ لزاریني وویل د جمعې په ورځ وویل د غزه د ټولې ابادۍ انحصار په بهرني امداد دی چې خوراک هم په کې شامل دی. هغه وویل غزه ته امداد نه دی زیات کړی شوی د دې باوجود چې ملګرو ملتونو تېره هفته په یو قرارداد کې غوښتنه وکړه چې غزه ته دې په بېړنۍ توګه او بغیر د څه خنډ زیات مداد ورسوول شي.

لزاریني وویل غزه ته امداد رسوول د اسرایلي چارواکو دلاسه د سختو قدغنونو سره مخامخ دی. هغه وویل د مصر سره په رفح او په کریم شلوم سرحدي لارو ټرکونه د اوږد انتظار سره مخامخ کېږي.

د ملګرو ملتونو چارواکي وویل مسلسل بمباري او جنګ، د اسرایل پوځي چېک پوسټونو، د مواصلاتو نظام بیا بیا قطع کېدل او په امدادي شیانو د خلکو د یرغل دلاسه هم په غزه کې دننه د امداد په تقسیمولو کې خنډان راولاړوی.
اسرایل د غزه اوسېدونکو ته د سیمې د جنوب په لوري د تګ وېنا کړې ده خو په جنوب کې هم خلک محفوظ نه دي.

د زیارت، پنجشنبې، په ورځ په رفح کې یوه ریایشي وداني په حمهل کې ولګېدله چې نږدې کویتي هسپتال د مطبوعاتو دفتر وویل په ودانۍ کې لږ تر لږه 23 کسان په کې ووژل شوو.

د جمعې په ورځ اسرایلي پوځ د حماس په ضد د غزه په مرکزي، جنوبي او شمالي برخو کې هوايي او ځمکني عملیات دوامداره وساتل.

فلسطینیانو وویل تېره شپه په مرکزي غزه کې د کډوالو په النصیرت او مغازي کېمپونو کې کورونه وویشتل شوو. په البریج مهاجز کېمپ کې هم درنه جګړه وه.

په جګړه کې مرګ ژوبله

دولس هفتې وړاندې په اسرایل د حماس د حملې وروسته چې په کې 1200 کسان ووژل شوو او 240 یرغمال نیول شوي وو، اسرایلي ځواکونو غزه د ځمکې سره هواره کړې ده او د فلسطیني علاقې 2.3 مېلین ابادي بې ځایه شوې ده.

امریکې، برطانیې، یورپين یونین او نورو ملکونو حماس ترهګر تنظیم ټاکلی دی.

د حماس د انتظام لاندې د غزه د صحت وزارت وویل په تېرو 24 ګنټو کې د اسرایل په هوايي حملو کې 187 کسان وژل شوي دي چې ورسره په د اسرایل او د حماس جنګ د شروع کېدو راهسې په غزه کې د وژل شویو کسانو شمېره 21507 ته رسېدلې، چې د غزه د ټولې ابادۍ یو فیصد برخه جوړېږي. داسې ګڼل چې د زرګونو په شمېره د خلکو مړي د غزه د ویجاړ کړی شویو رهایشي ودانیو د کنډرو دلاندې ښخ پراته دي. تر 56000 پورې کسان زخمیان شوي هم دي.

د اسرایل پوځ وايي 167 عسکر یې وژل شوي دي.

نړیواله ټولنه د اسرایل او حماس په جنګ کې د ملکي کسان په مرګ ژوبله د تشویش اظهار کوي.
د جرمني وفاقي حکومت په یو بیان کې وویل چې د جرمني صدر اولف شولز د جمعې په ورځ د اسرایلي وزیر او د جنګ د کابېني غړي بېني ګېنټز سره په ټېلې فون خبرې وکړو او د دې خبرې په ضروت یې ټینګار وکړو چې ملکي خلک دې د نقصان نه بچ کړی شي او کوښښ دې وشي چې جګړه په سیمه ایز شخړه کې بدله نه شي.

نړیوال عدالت ته د جنوبي افریقې خواست

د جمعې په ورځ جنوبي افریقې د نړیوال عدالت انټرنېشنل کورټ او جسټس نه غوښتنه وکړه چې په بېړنۍ توګه دې حکم جاري کړي چې په غزه کې د حماس خلاف حملو کې اسرایل د کال 1948 د جېنوسایډ کنوېنشن یا د قتل د عام د مخنیوي د قانون دلاندې د خپلې ذمه وارۍ خلاف ورزي کوي.

د جنوبي افرېقی د نړیوالو تعلقاتو او همکارۍ محکمې وویل حکومت د نړیوال عدالت ته دغه درخواست د جمعې په ورځ ورکړو.

جنوبي افریقې وویل اسرایل په خصوصي توګه د سږ کال د اووم اکتوبر راهسې د جېنوسایډ په مخنیوي کې ناکامه شوی دی.

د اسرایل خارجه وزارت وویل د جنوبي افریقې خواست بې بنیاده دی.

د اسرایل خارجه وزارت په غزه کې د ملکي کسانو د مشکلاتو ذمه واري په حماس پورې کړه او ویې وېل چې حماس د غزه اوسېدونکي د زغرې په توګه استعمالوي او سیمې ته رسوول شوی بشري امداد پټوي. حماس دا خبره ردوي.

د اسرایل خارجه وزارت وویل د غزه اوسېدونکو ته یې دا خبره واضحه کړې ده چې دوی دښمنان نه دي او هر ممکن کوښښ کوي چې ملکي خلکو ته زیان کم کړي او غزه ته امداد رسوول کېدو ته اجازت ورکړي.

جنګ بندۍ دپاره د مصر تجویز

د اسرایل او حماس جنګ د ختمولو دپاره مصر د امن یو تجویز وړاندې کړی‌ دی. د مصر په تجویز د غور دپاره د حماس د لوړ رتبه چارواکو یوه ډله د جمعې په ورځ مصر ته تلونکي وه.

د جنګ بندۍ دپاره د مصر د دریو مرحلو په تجویز کې د یرغمال کسانو د ازادۍ، اسرایل د قېد نه د فلسطینیانو د ازادۍ، د ډز بندۍ او د جنګ وروسته د غزه د انتظام دپاره د فلسطیني ماهرینو حکومت د جوړلو وړاندیز شوی دی.

د رپورټونو ترمخه، حماس او اسلامېک جهاد ډلې د مصر د سولې تجویز ته لاس رسی شوی دی.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:54 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG