لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان کې د سېنټ انتخابات او په ټوېټر د ښځو غبرګون


د خالي په ورځ په پاکستان کې د سېنټ د ۵۲ څوکیو لپاره انتخابات تر سره شوي. په دغه انتخاباتو کې د پاکستان مسلم لیګ (ن) ډلې ټر ټولو سېوا څوکۍ ګټلي خو په خېبر پښتونخوا کې د سېنټ انتخاباتو د نتیجو وروستو په سوشل میډیا د سړو سره سره د میرمنو غبرګون هم راپاریدلی.

د تحریک انصاف ګوند مشر عمران خان پخوانۍ ښځې ریحام خان په خېبر پښتونخوا کې د تحریک انصاف د غړو لخوا د سېنټ ووټونو په سر د پېسو اخستو په اړه په یو ټویټ کې لیکلی: ٫٫ د خېبر پښتونخوا د تحریک انصاف ګوند نژدې ۱۷ غړو خپل ووټونه خرڅ کړي.٬٬ مېرمن ریحام خان د دغه ټوېټ سره د پاکستان د انګریزۍ ژبې ورځپاڼې ډان یو خبر هم خپور کړی.

د عوامي نېشنل ګوند بشرا ګوهر هم د تحریک انصاف ګوند د غړو لخوا د پېسو اختسو په خبره ټوېټ کړی او د پاکستان انتخاباتو کمېشن (الیکشن کمېشن) نه يې پوښتلي: ٫٫ ایا الیکشن کمیشن به د دې نوټس واخلي؟ او د دې پېسو اخستو پلټنې به وکړي؟٬٬

یوې بلې پښتنې پلوشه عباس د پاکستان په سند ایالت کې د هندو مذهب سره تعلق لرونکې یوې میرمنې کرېشنا کماري د سېنټ د غړي جوړیدو په خبر خوشحالي څرګند کړې او لیکي: ٫٫ یو داسې خبر چې خوشحالۍ پرې وکړو.٬٬

د کریشنا کماري په ټاکنه یوې بلې میرمن ناېله عنایت بیا لیکلي ٫٫ د نن ورځې تر ټوله ښه خبر: د نګرپارکر ۳۸ کلنه کرېشنا کماري د پاکستان لومړۍ لږکې میرمن، د پاکستان پیپلز پارټۍ لخوا د سېنټ غړې وټاکل شوه، اخو د عمران خان ملاتړي مولانا سمیع الحق خپله څوکۍ بېللې او یواځې ۴ ووټونه يې اخستي.٬٬

میرمن پلوشه عباس هم د تحریکا انصاف صوبايي حکومت لخوا د مولانا سمیع الحق په مرسته کولو یو ټویټ کړی: ٫٫ که څه هم د تحریک انصاف صوبايي حکومت د سمیع الحق د سېنټ به انتخاباتو کې پوره مرسته کوله، خو سمیع الحق خپله څوکۍ بېللې.٬٬

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG