د پاکستان د پنجاب صوبې د اوکاړه ضلعې د پولیسو مشر وي او اې ډيوه ته وويل، د افغان ډرايور د وژنې مقدمه د نامعلومه تن په ضد درج شوې خو پولیس ګڼي چې ډرايور د هغه سره په ټرک کې موجود تن وژلی دی. په اسلام اباد کې د طالبانو سفارتخانې دغه پېښه غندلې او د پاکستان نه يې د پلټنو غوښتنه کړې ده.
د اوکاړې ضلعې پوليس مشر محمد بلال فرقان وي او اې ډیوه ته وويل، د نهې/ سه شنبې او شورو/ چهارشنبې په مينځنۍ شپه کې د افغان ډرايور جسد د خپل ټرک څخه ترلاسه شوی وو.
نوموړي د وي او اې ډيوه سره د پېښې د مقدمې کاپي شريکه کړې چې مقدمه "د چارسدې ضلعې د بختور شاه نومې تن په مدعيت کې درج شوې او پکې ويل شوي د افغانستان د جلال اباد سره تعلق لرونکی امير محمد خان چې د ټرک ډرايور وو بل تن ورسره وو، ګاډی يې په پارکنګ کې ودرولی وو، بل نامعلومه تن ورسره وو".
هغه ويلي، "د شپې په دوه بجې چې دوی وکتل امير محمد خان په ګاډي کې په وينو کې خړوب پروت وو او مړ وو، او د هغه سره بل تن چې نامعلومه دی، هغه چې دوی وليده، وتښتېدو".
پوليس افسر وايي، "ياد ټرک د افغانستان نه راغلی ځکه سټرينګ يې کيڼ اړخ ته دی، هغه ووويل، د دوی د معلوماتو ترمخه د ډرايور سره بل ياد نامعلومه تن د پېښې وروسته د اوکاړې په ضلعي روغتون کې علاج کړی او لاس يې ژوبل وو. پولیسو اول ګڼل چې دا کومه د وارداتو پېښه ده خو وروسته معلومه شوه چې په ګاډي کې پېسې او نور سامان پروت وو ځکه دوی ګڼي چې ډرايور دغه تن يا هلک وژلی څوک چې تښتېدلی دی".
هغه وويل،" مقدمه د نامعلومه تن پرضد درج شوې خو کوم تن چې ژوبل وو په اوکاړه کې يې علاج کړی هغه ويلي وو چې پېښور ته ځي ځکه دوی يې لټون پېل کړی دی".
په اسلام اباد کې د طالبانو سفارتخانې د پېښې غندنه کړې او ويلي دي، "دا موضوع يې د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت او اړونده ادارو سره شریکه کړه چې د پېښې په اړه پلټنه وکړي او د عاملینو په پیدا کولو کې لازم اقدامات ترسره کړي. ترڅو دا ډول دردوونکې پیښې په راتلونکې کې تکرار نشي".
په افغانستان کې د طالبانو د واکمنۍ وروسته په لویه شمېره کې افغانان پاکستان ته کډه شوي دي چې زياترو ته پکې د کډوالۍ درجه نه ده ورکړی شوې او د ويزو معياد يې ختم شوی دی.
يو افغان کډوال زاهد د ډيوه خبريال اورنګزېب خان ته ويلي، دوی د مجبورۍ نه پاکستان ته کډه شوي خو دلته د مشکلاتو سره مخ دي.
هغه ويلي، "يوه ستونزه دا لري چې په پاکستان کې دوی خپله ويزه نوي کړي ځکه چې دوی دومره پېسې نه لري او که ويزه نوې نه کړي نو د نيولو ويره لري".
يوه اوونۍ وړاندې په کراچۍ کې د طالبانو کونسل جنرل سید عبدالجبار وي او اې ډیوه ته ويلي وو، دا وخت چې په سيند صوبه کې ټول 1568 افغانان په جېلونو کې دي، په دوی کې 321 د حېدر اباد په جېلونو کې او نور د کراچۍ په جېلونو کې دي.
هغه ويلي وو د جون د میاشتې راهسې په سيند صوبه کې د افغانانو نيولو او ځورولو لړۍ پېل شوې ده.
نوموړي هم د بندي او بيرته لېږونکو کسانو شمېرې شریکې کړې وې چې دا وخت "د حېدر اباد نه د 190 او کراچۍ نه د 176 کسانو بيرته افغانستان ته د لېږلو امر شوی دی، او په بندي کسانو کې د کراچۍ په جېل کې 192 ښځې او 247 ماشومان دي او 508 سړي دي، د حېدر اباد په جېل کې 177 سړي، 65 ښځې او ماشومان 79 دي".
خو د سيند صوبې د اطلاعاتو وزير شرجېل مېمن ویلي وو، "په غېر قانونه توګه راغلي مهاجرين زمونږ د سيند حکومت سره 129 ښځې دي او دا ټولې افغان مېرمنې دي چې غېر قانونه مهاجرين دي او دوی د ايين او قانون لاندې نيول شوي څوک چې هم په کوم ملک کې په غېر قانونه توګه پاتې کيږي نو هر حکومت يې پرضد کارروايي کوي".
هغه وويل، "د دغو ښځو سره 178 ماشومان دي، خوا ماشومان نيول شوي يا بندي کړی شوي نه دي بلکې دوی د مياندو سره پاتې کيږي".
ملګرو ملتونو په سيند صوبه او ځانګړي ډول کراچۍ ښار کې د افغانانو، ښځو او ماشومانو په نيولو او بندي کولو ژوره اندېښنه څرګنده کړې او د کډوالو ادارې [يو اېن اېچ سي ار] ويلي، اداره په نړيواله کچه په رياستونو غږ کوي چې په زوره افغانان بيرته خپل هېواد ته نه ستنوي څو پورې چې په افغانستان کې امنيت، د قانون سر لوړي او د بشري حقونو حال ښه شوی نه وي.
په پاکستان کې د ملګرو ملتونو د کډوالو اداره [يو اېن اېچ سي ار] وايي، پاکستان کې 13 لکه افغان کډوال مېشت دي چې په پاکستان کې د پاتې کېدو دپاره قانوني اسناد لري او يو اېن اېچ سي ار يې مرستې کوي، په دوېم نمبر کې اته نيم لکه نور کډوال دي څوک چې د پاکستان حکومت په کال 2017 کې رجسټرډ کړي دي، او درېم د پاکستان حکومت وايي، د درېو نه تر پينځه لکو پورې هغه افغانان دي چې اسناد نه لري او څلورم د پاکستان د حکومتي شمېرو ترمخه په افغانستان کې د طالبانو په واک کې د راتلو وروسته پاکستان ته دوه نيم لکه نور افغانان راغلي دي.