لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په مومند ایجنسۍ کې د پولیو دوه کارکونکي وژل شوي او درې نور تښتول شوي


د پاکستان قبائیلي سيمې مومند ایجنسۍ په تحصیل صافو کې د خالي په ورځ د پولیو دوه کارکونکي د نا معلومه وسله والو لخوا په ډزو وژل شوي او درې نور یې له ځانه سره تښتولي.

د پولیټیکل انتظاميې چارواکو د دې خبر تایید کړې چې په صافي سیمه کې د نا پیژنده وسله والو لخوا د پولیو ټیم په اوو تنو کارکونکو ډزې وشوې چې په کې دوه تنه کارکونکي تښتیدلي، دوه وژل شوي او درې یې له ځانه سره یرغمل کړي.

که څه هم په سیمه کې د پولیو ټیمونو په نښه کیدل یوه نوې خبره نه ده خو په تیرو څو کلونو کې د پاکستان پوځي عملیاتو په ترڅ کې دغه بریدونه کم شوي وو.

افغانستان او پاکستان هغه دوه هیوادونه دي چې په کې اوس هم وسله وال د پولیو واکسینونو مخه نیول غواړي. په لومړي ځل په ۲۰۰۷ کال مې کې په سوات کې د ګوزڼ ناروغۍ د واکسین مخه ونیول شوه او بیا په شمالي او جنوبي وزیرستان کې په کال ۲۰۱۲ کې هم د پولیو په کارکونکو بریدونه وشوه. د خیبرپښتونخوا او د فا ټا چارواکي وايي دوې به په سیمې کې د پولیو ناروغۍ د ختمولو هڅې دوامداره ساتي او دعه شان بریدونه به د دوي د مبارزې مخه ونه نیسي.

په نړۍ کې یوازې افغانستان، پاکستان او نایجیریا هغه درې هیوادونه دي، چې لا هم د پولیو وایرس په کې د ماشومانو ژوند ته ګواښ را ولاړوي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG