لاس رسیدونکی لینک

 
پوپ فرانسس د ساه اخیستو له مشکل وروسته په ارام شوی
تازه خبر

پوپ فرانسس د ساه اخیستو له مشکل وروسته په ارام شوی


وېټیکن چارواکو د خالي یا شنبې په ورځ ویلي چې پوپ فرانسس د جمعې په ورځ د ساه اخیستو د تکلیف وروسته په سکون شوی او ارم کوي.

وېټیکن په یو بیان کې ویلي، "پوپ بیګا شپه په سکون تیره کړه او آرام کوي."

ښاغلی فرانسس د جمعې په ورځ په روم کې د جیمیلي روغتون کې، چې هلته یې دوه اونۍ تېرې کړې، په ساه اخیستو کې له ستونزې سره مخ شوې و.

د وېټیکن د معلوماتو له مخې، یوه جلا د ساه اخیستو پیښې له امله ۸۸ کلن پوپ د سختۍ سره مخ شوې و .

فرانسس د دې پېښې وروسته د بیرته روغېدو اړینو اقداماتو سره همکاري کړې.

د جمعې په ورځ د سختیدو خبر یې تر درې ورځو د روغتیا د ښه کېدو د راپورونو وروسته راغی.

وېټیکن همدارنګه خپور کړي خبر کې وویلي، چې پاپ به د راتلونکې اونۍ د ایش چهارشنبې مراسم نه ترسره کوي، کوم چې د ایسټر تر یکشنبې پورې د ایسټر پیل ښيي. او په ځای به یې د وېټیکن یو بل لوړپوړی چارواکی دا مراسم پر مخ یوسي.

ډاکټرانو د زیارت/پنجشنبې په ورځ وویل چې د فرانسس وس هم د سختو تدابیرو لاندې دی، لاهم له احتیاط سره یي سخته طبعي څارنه روانه ده، چې ښيي دوی فکر نه کوي چې هغه له خطره وتلی دی.

فرانسس د زیارت/پنجشنبې په ورځ د ساه اخیستو ځانګړې درملنه شوې، بیا یې د جیمیلي روغتون په خپل شخصي کمره کې د عبادت ځای ته لاړو، چیرې چې یې لمونځ وکړ او د عیسوي عبادت یو مقدس رسم ایوچاړسټ یې تر سره کړو. له دې وروسته، پاپ د وېټیکن رسمي کارونه هم سرته ورسول.

د وینې په ځینو معایناتو کې د هغه "د پښتورګو د خرابېدو لومړۍ او نرمې" نخښې ښکاره شوې دي، خو ډاکټرانو وویل چې دا حالت یې تر کنټرول لاندې دی.

د فرانسیس ډاکټرانو د هغه د وروستیو معایناتو په نتیجه کې وویل، "د کلینیکي تصویر پېچلتیا او د دوایي علاج ته ضروري انتظار چې یو څه د ده حالت را ښیي، دا ښکاره کوي چې تشخیص یې محفوظ دی."

ځینې عیسایان چې د وېټیکن کې يې د پوپ د لیدو هیله لرله، اوس خپل پلانونه بدل کړي او د روغتون مخې ته دعاګانې کوي، چې پوپ بشپړ روغ شي.

د پوپ د ناروغۍ اوریدو وروسته نړۍ په بیلابیلو برخو، لکه وېټیکن ښار او د هغه په اصلي هېواد ارجنټاین کې، د دعاګانو غونډې شوي دي.

فرانسس په ۲۰۱۳ کال کې د پوپ په توګه وټاکل شو، وروسته له دې چې د هغه مخکینی پوپ، بینډیکټ شپاړسم، استعفا ورکړه.

پوپ فرانسس دا وخت 88 کلن دی او له 2013م کال راهیسې د نړۍ د څه باندې یو ارب او درې سوه میلینه کېتولیک عیسایانو مذهبي‌ مشر دی چې د ډېر زیات سفارتي، کلتوري او مذهبي اغېز په خاطر د نړۍ په ډېرو ځواکمنو شخصیتونو کې ګڼل کیږي.

(د دې راپور ځینې معلومات د اسوشیېټېډ پرېس، فرانس پرېس او رویټرز خبري آژانسونو څخه اخیستل شوي دي.)

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG