لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د منظور پښتین په وینا په افغانستان کې د ارمان لوڼي د وژنې په ضد احتجاجونه شوي


د پښتون ژغورنې غورځنګ یا پي ټي ایم د غړي ارمان لوڼې د وژل کیدو له پیښې وروسته نن په دریمه ورځ هم دافغانستان په ګڼو ولایتونو کې احتجاجونه او سوله ییزې مظارهرې ترسره شوې.

د پښتون ژغورنې غورځنګ په ملاتړ یوځل بیا د کابل ښار په شهرنو سیمه کې سلګونو ځوانانو په احتجاجي غونډه کې د پاکستان خلاف شعارونه ورکړل او د پي،ټي،ایم دغړي ارمان لوڼي وژنه یې وغندله.

دکابل شهرنو سیمې دمظاهره کې د ګډون لپاره له کوزنې پښتونخوا نه هم یوشمیر ځوانانوهم برخه واخیسته

دپښتون ژغورنې د غورځنګ یوغړي صلاح الدین خوروټی وویل چې په پاکستان کې دپښتنو دحقونو د ترلاسه کیدو لپاره هرډول قربانیو ته افغان ځوانان چمتودي.

خروټي وویل:

"مونږ دخپلو پښتنو وروڼو دحقونو دترلاسه کیدو لپاره نن سوله ییزلاریو ته راوتي یو،ظلم او تشدد دې دپاکستان حکومت له پښتون قوم سره پای ته ورسوي،زمونږه مبارزه برحقه ده نوردې واکمن نظام په کوزه پښتونخوان کې دولس له وژلو لاس واخلي او مونږ ته دې ټول انساني حقوق راکړل شي."

د افغانستان شمالی بلخ هم یو له هغو ولایتونو څخه دی چې په همدې پارپه کې سلګونو ځوانانوپه سوله ییز لاریون کې د ارمان لوڼي وژنه وغندله.

سویلي خوست ولایت کې هم نن یوځل بیا دپښتون ژغورنې د غورځنګ د غړي ارمان لوڼي د وژنې خلاف دمیرمنو او افغانانو ځوانونو لخوا دوه جلا غونډې او مظاهرې وشوې

په خوست کې د ارمان لوڼي د وژنې خلاف د مظاهرې ګډون کونکي مرجان هڅاند ډيوې ته ویلي ترهغې به دخوست ځوانان خپلو سوله ییزو لاریونو ته دوام ورکوي ترڅو چې په کوزه پښتونخوا کې دپښتنو غوښتنې نه وي منل شوي.

مرجان هڅاند وویل:

"دمونږد منظورپښتون له ټولو غوښتونو ملاتړ کوو دمنظورپه غوښتنه به مونږ په افغانستان کې خپلو سوله ییزولاریونو ته دوام ورکو ځکه چې دا د پښتنو دحقونو لپاره مبارزه ده ترڅو چې هغوی ته خپل حقونه ورکړل شوي نه وي مدني حرکتونو به په افغانستان کې جاري ساتي."

دافغانستان په کنړ،پکتیکا پکتیا میدان وردګ ولایتونو کې هم نن دسه شنبې په ورځ سلګونو افغان ځوانانو دپښتون ژغورنې دغورڅنګ دغړي ارمان لوڼي د وژنې پیښه په سوله ییزو لاریونو کې وغندله.

دوی دپاکستان په واکمن نظام غږ وکړ چې نور دې په هغه هیواد کې له پښتونو سره د روان تاتریخوالي مخه ونیسي او دهغوی د غوښتونو دعملي کیدو لپاره دې جدي اقدامات ترسره کړي.

پرون او وړمه ورځ هم دافغانستان په پلازمینه کابل،ننګرهار،کنړ،کندهار،خوست او پکتیکا ولایتونو کې د پښتون ژغورنې دغورځنګ په ملاتړسوله ییز لاریونونه ترسره شوي او د ارمان لوڼي د وژنې خلاف یې دپاکستان پرحکومت نیوکې وکړې.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG