لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پي ټي ایم ته په کراچۍ کې د شرطونه وروسته د جلسې اجازه ورکړی شوې


د کراچۍ انتظامې پښتون ژغورنې غورځنګ ته سبا له د ابادۍ په لحاظ د پښتنو لوې ښار کراچۍ کې د یو شیمر شرطونو وروسته د جلسې اجازه یا اېن او سي ورکړی ده.

د کراچۍ د کمشنر دفتر لخوا خپرې شوي اعلاميې تر مخه نن د غورځنګ یو شمیر مشرانو چې پکې میرمن ثنا اعجاز، عبدالوحید مسید، میرمن وړانګه لوڼۍ شامل وو، د کراچۍ د کمشنر سره د سبانۍ جلسې لپاره د اجازت نامې یا اېن او سي ترلاسه کولو لپاره ملاقات کړی.

د کراچۍ انتظاميې پي ټي ایم ته سبا له په سهراب ګوټ کې د لاندیني شرطونو وروسته د جلسې اجازه ورکړې ده.

  1. په جلسه کې به د پاکستان نظرېې، پاکستان ریاست او ریاستي ادارو او مذهبونو پرضد هیڅ قسمه وینا نه ترسره کیږي.
  2. د پي ټي اېم په جلسه کې به داسې سیاسي، فرقه اېزو حرکتونو او ویناګانو اجازه نه ورکړل کیږي چې پکې په ادارو نیوکې وي او د خلکو تر مېنځه کرکه او نفرت خوروي.
  3. په جلسه کې به د وسلو هیڅ قسمه نماېش یا ښودنه نه کیږي.
  4. په جلسه کې به د هیڅ یو سیاسي او مذهبي ګوند بیرغ نه سوځول کیږي.
  5. د جلسې لپاره به هیڅ یو لوې سړک یا لار نه تړل کیږي.
  6. د جلسې دننه امنیت ذمه واري او د جلسې په وخت د څه قسمه تاوان ذمه وار به د دغې جلسې منتظمین وي.
  7. جلسې به د مازیګر ۶:۳۰ بجو نه وړاندې پاې ته رسیږي او د دغې ټولې جلسې ویډیو به چارواکو ته سپارل کیږي.

د کراچۍ د کمشنر لخوا د پښتون ژغورنې غورځنګ ته په سهراب ګوټ کې د جلسې لپاره اېن او سي یا اجازت نامه په داسې مهال ورکړی شوې چې د غورځنګ مشرانو وي او ای ډیوه ته ویلي د دوي یو شمیر ملګري تيره شپه ناوخته د رېنجرز ځواکونو نيولي او د ځينو څخه يې موبايل ټيليفونونه اخستي دي.

د پي ټې اېم يو مشر محسن دواړ وي او ای ډيوه سره په خبرو کې وويل، دوي د کراچۍ کمشنر غوښتي ؤ چې د دوي د جلسې په اړوند ورسره خبرې وکړي.

هغه وويل چې څه وخت دوي د کمشنر د دفتر دروازې ته ورسېدل هلته د رېنجرز ځواکونو د دوي درې ملګري ګل مرجان، هاشم مندوخېل او سېف افغان ونيول او د علي وزیر، سېدعالم محسود او ارمان لوڼي څخه يې موبايل ټيليفونونه واخستل.

د پي ټي اېم په اړه د پاکستان د پوځ دریځ:

د پاکستان د پوځ مشر جنرال قمر جاوېد باجوه يوه مياشت وړاندې د پي ټي اېم د نوم اخستو پرته ويلي ؤ چې دا يو جوړ شوی پلان شوی (انجينيرډ) تحریک دی.

نوموړي ويلي ؤ چې د چا په لمسه به د احتجاجونو اجازه ور نه کړو.

پي ټي اېم وايي د رياست پرضد نه دي راپاڅيدلي د پښتنو د عدالت نه لرې وژنو، په چيک پوسټونو بې ځايه تنګولو، ماينونو پاکولو، د ورک کړل شوؤ خلکو عدالتونو ته وړاندې کولو او په کراچۍ کې د نقيب مسيد په وژنه تورن نيول شوي پخواني پوليس افسر راؤ انوار ته د سزا ورکولو غوښتنه کوي.

د پي ټې اېم مشر منظور پشتين وايي د پاکستان په ائيني چوکاټ کې دننه غوښتنې لري، او دپاکستان ځينې سياسي ګوندونه د پي ټي اېم غوښتنې جايز ګڼي او وايي رياست بايد د دوي خبرې ته غوږ ونيسي.

او په دغه لړ کې د پي ټي اېم سره د خبرو دپاره ځینې جرګې هم رواني دي.

په کراچۍ کې پي ټي اېم د مې په ۱۳م د اتوار په ورځ د جلسې اعلان کړی او په جناح ګراؤنډ يې د جلسې کولو ويلي ؤ خو پرون دوي وويل چې په دغه ځای ورته د جلسې کولو اجازه ورنه کړی شوه ځکه دوي به اوس جلسه په سهراب ګوټ کې کوي.

تيره شپه ځايي رسنيو د صوبې د کورنيو چارو وزير سهېل انور سيال له خلې ويلي چې کمشنر کراچۍ ته يې لارښوونه کړې چې د پي ټي اېم د مشرانو سره وويني او د جلسې کولو انکار چاته هم نه دی شوی.

په جناح ګراؤنډ پيپلزپارټي نن په خپله هم يوه جلسه کوي.

د پي ټي اېم مشران وايي د دوي درې نور کسان هم نيول شوي او د دوه ورځو راهسې بند دي، او د دوي پرضد د ښار په درېو پولیس تاڼو کې مقدمې هم درج شوي دي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG