په کوټه کې هم پي ټي ایم د نورو ګوندونو په ملاتړ د منظور پښتین د نیول کېدو خلاف احتجاج کړی
په کوټه کې پي ټي ایم د خپل مشر منظور پښتين د نیول کېدو او په زوره له صوبې د شړلو په ضد احتجاج کړی او له حکومته يې غوښتي هغه دې سمدستي خوشي کړل شي. پښتين د چمن له پرلت وروسته په تربت کې احتجاجي پرلت ته تلل غوښتل خو ونيول شو او د پښتونخوا پوليس ته حواله کړل شو. تفصیل د حمید سمسور په رپوټ کې: